د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۰

طالبان: د چین ګوچین شرکت د لیتیمو د استخراج لېوالتیا لري


ارشیف: د افغانستانو له کانونو یو انځور
ارشیف: د افغانستانو له کانونو یو انځور

د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت خبر ورکړی چې د ګوچین په نوم د چین یو شرکت د افغانستان د لیتیم د کانونو په استخراج کې لېوالتیا لري.

د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت د اعلامیې له مخې د ګوچین په نوم چینایي شرکت وړاندیز کړی دی که چېرته د لیتیم د کانونو د سپړلو تړون ورسره لاسلیک شي په اوو میاشتو کې به د سالنګ تونل ترمیم کړي او پر دغه لار به یو بل تونل هم جوړ کړي.

د سالنګ لویه لاره
د سالنګ لویه لاره

په اعلامیه کې راغلي چې د دغه چینايي شرکت یوه استازي ټینګار کړی چې د لیتیم د کانونو د سپړلو پروسس به 'سل په سلو کې دننه په افغانستان کې ترسره شي' او د پروسس لپاره به یې د برښنا یو بند جوړ کړي او هم به د نورستان او کونړ ترمنځ لار د لغمان تر ولایت پورې په اساسي ډول ودانه کړي.

دا چینایي شرکت څرنګه د افغانستان لیتیمو ته دومره لېواله دی؟

زابلوال کاکړ چې د کانونو په برخه کې په چک جمهوریت کې په لوړو زده کړو بوخت دی، وایي چې ورځ په ورځ په نړۍ کې د نورو شیانو ترڅنګ د برښنایي موټرو د بېټرۍ لپاره د لیتیم کارونه په زیاتېدو ده.

کاکړ وویل: "په اروپا کې تر ۲۰۳۰م کال پورې داسې وایي چې د تېلو موټر به نور نه تولیدېږي یوازې به د بېټرۍ موټر وي، په دې خاطر د لیتیمو اړتیا ورځ په ورځ ډېرېږي داسې ارقام شته چې په ۲۰۲۰م کال کې تقریباً شپږ پنځوس زره ټنه لیتیم مصرف کېدل اوس داسې ویل کېږي چې تر ۲۰۳۰م کال پورې به ښایي دوه اعشاریه دوه میلیونه ټنو ته دا مصرف ورسېږي."

د چین د ګوچین شرکت یو استازی تېره اونۍ کابل ته تللی و او د پنجشنبې په ورځ یې د طالبانو د کانونو او پټرولیم له سرپرست وزیر شهاب الدین دلاور سره هم وکتل.

د طالبانو د کانونو او پټرولیم سرپرست وزیر شهاب الدین دلاور
د طالبانو د کانونو او پټرولیم سرپرست وزیر شهاب الدین دلاور

د طالبانو د حکومت د کانونو او پټرولیم وزارت د معلوماتو پر بنسټ د لیتیم منرال د کانونو د سپړلو د چارو له پيلېدو سره به یولک او شل زره کسانو ته د مخامخ کاري زمینه برابره شي او یو میلیون نورو ته به په غیرمستقیم ډول د کار امکانات برابر شي.

ګوچین چینايي شرکت د لیتیم د کانونو له سپړلو سره لېوالتیا په داسې حال کې ښکاره کړې ده چې د طالبانو د حکومت د استخباراتو عمومي ریاست د روان میلادي کال د جنورۍ د میاشتې په ۲۲مه په ننګرهار کې د زر ټنه لیتیم لرونکي ډبرې د قاچاق په تور د دوو چینايانو په ګډون د پنځه تنو د نیولو خبر ورکړی و.

هغه وخت د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت یوه چارواکي محمد رسول عقاب اټکل کړی و چې په دې کاڼو کې تر دېرش فیصده پورې لیتیم دي.

د طالبانو د سیمه ییزو چارواکو د وینا پر بنسټ دغو دوو چینایانو او د هغوی درېیو افغان شریکانو غوښتل د لیتیم ډبرې د پاکستان له لارې چین ته انتقال کړي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG