د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۳۶

ندا محمد ندیم د دیني مدرسو مسوولانو ته: خلکو ته جعلي سندونه مه جوړوئ


د طالبانو حکومت دلوړو زده کړو وزارت سرپرست ندا محمد ندیم
د طالبانو حکومت دلوړو زده کړو وزارت سرپرست ندا محمد ندیم

د طالبانو حکومت د لوړو زده کړو وزارت سرپرست ندا محمد ندیم د دیني مدرسو له مسولانو غوښتي چې خلکو ته جعلي سندونه جوړ نه کړي.

نوموړي همدا شان ویلي، له هغو کسانو سره به قانوني چلند وکړي چې جعلي اسناد جوړوي.

په تېر جمهوري حکومت کې د لوړو زده کړو وزارت ویاند او د پوهنتون استاد حامد عبیدي وايي، پخوا هم په پاکستان کې د پوهنتونونو جعلي اسناد جوړېدل، خو دا چې اوس د طالبانو حکومت د مدرسو فارغانو ته ډېر اهمیت ورکوي، له همدې امله اوس د مدرسو د جعلي اسنادو بازار ګرم شوی.

حامد عبیدي
حامد عبیدي

عبیدي وویل: "په پاکستان کې سلګونه غیررسمي مدرسې دي چې دا ډيپلومونه خرڅوي، دا چې په افغانستان کې د طالبانو اداره هغو کسانو ته ډېر ارزښت ورکوي چې په مدرسو کې یې درس لوستی وي، ځکه د مدرسو د اسنادو بازارم ګرم شوی دی."

د پکتیا پوهنتون مخکېنی استاد جانداد جهاني په افغانستان کې د مدرسو د جعلي سندونو د ډېروالي لامل د طالبانو حکومت لخوا د اسنادو د تبادلې هغه وضع شوی قانون بولي چې د مدرسو اسناد د لیسانس معادل کوي.

جهاني وايي، له همدې امله ډېر کسان اوس هڅه کوي چې د مدرسو جعلي اسناد جوړ، تایید او د موقف څښتنان شي، خو د نوموړي په وینا دا کړنه هم په نړیواله سطحه د افغانستان تحصیلي بنسټونه بې باوره کوي او هم په زده کړو د ځوانانو باور کموي.

هغه زیاته کړه: "یو خو په لوی لاس زموږ د پوهنتونونو سندونه او علمي اعتبار تر پوښتنې لاندې راځي او له بلې خوا خپله زده کوونکي، استادان او ټول هغه خلک چې په علمي برخو کې فعالیت او هڅې کوي، هغه بې انګېزې کېږي، ځکه هغه په دې پوهېږي چې که زه هر څومره مهارتونه زده کړم او په خپل مسلک کې ځان ورسوم، سبا ورځ کېدای شي د اکوړي یا کچلاغ مدرسو څخه یو کس جعلي سند راوړي او هغه به په لیسانس یا ماسټري تعویض شي او هغه امتیازات به ولري چې ما باید لرلای."

جهاني وايي، د مدرسو د جعلي اسنادو د مخنیوي لپاره باید د تحصیلي اسنادو د تبادلې په قانون بیا کتنه وشي او د سندونو په ارزونې کې دې له مصلحت څخه کار نه اخیستل کېږي.

د طالبانو حکومت د لوړو زده کړو سرپرست وزیر داسې مهال مدرسو ته د جعلي سندونو د نه جوړولو سپارښتنه کوي چې نوموړي خپله څه موده مخکې په هرات پوهنتون کې یوې ناستې ته وویل، له هغو کسانو سره دې د تحصیلي سندونو د ارزونې په وخت کې سختي نه کېږي چې په شل کلنه جګړه کې یې برخه اخیستې او د نوموړي په وینا څومره چې یوه طالب ډېر ماینونه چاودلي وي، په امتحان کې دې په هماغه اندازه امتیاز ورکړل شي.

که څه هم هماغه مهال د نوموړي په دې خبرونو ډېر غبرګونه وښودل شول، خو له دې سره هم د طالبانو حکومت د مدرسو د فارغانو د سویې د تثبیت ازموینې واخیستلې چې له بریالي کېدو وروسته د دولسم ټولګي د فارغ او لسانس معادل سندونه ورکړل شول.

XS
SM
MD
LG