د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۰

نړۍ

پاکستان کې د يو چينايي شرکت په کمپ کې اور لګېدلی

پاکستان کې د چينايي شرکت په کمپ کې اور لګېدنه
پاکستان کې د چينايي شرکت په کمپ کې اور لګېدنه

چارواکي د پاکستان په شمال لوېدیځ کې د یوه چینایي شرکت په کمپ کې د اورلګېدو خبر ورکوي.

پولیسو ویلي چې، دغه اور نن سهار وختي د خیبرپښتونخوا ایالت په کوهستان ولسوالۍ کې د هغه چینایي شرکت په کمپ کې لګېدلی چې په سیمه کې د داسو د اوبو برښنا بند د جوړولو چارې مخ ته وړي.

پولیسو ویلي چې، دغه اور د دې شرکت یو ګودام له مینځه وړی دی.

په دغه کمپ کې چینایي انجینران، سروې کوونکي او تخنیکران اوسېدل چې د پولیسو په وینا په دې پېښه کې چاته زیان نه‌دی رسېدلی.

د پولیسو یوه چارواکي ویلي، ګومان کېږي چې د برښنا شارټي د دغه د اور لګېدو سبب شوې ده.

له ۲۰۱۵ کال راهیسې پیکنګ د چین ـ پاکستان د اقتصادي کوریدور د سترې پروژې په چوکاټ کې په دې هېواد کې د ملیارډونو ډالرو پانګونه کړې ده.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

بريتانيا: سره سمندرګي کې مو یوه کښتۍ نا معلوم شي سره ټکر شوې ده

يوه برېتانوي بېړۍ
يوه برېتانوي بېړۍ

د برېتانیا د سمندري سوداګرۍ د عملیاتو اداره وايي د یمن د حدیدې د شمال لوېدیځ په ۷۶ مایلۍ کې په سره سمندرګي کې یوه بیړۍ له نامعلوم شي سره ټکر شوې ده.

د برېتانیا د سمندري سوداګرۍ عملیاتي ادارې په یوه بیان کې اعلان وکړ چې د کښتۍ کپتان تایید کړه چې په پېښه کې بېړۍ ته لږ زیان رسېدلی دی.

په خبرپاڼه کې راغلي چې دا بېړۍ خپل سفر ته دوام ورکوي او عملې ته یې زیان نه دی اوښتی.

د برېتانيا د سمندري سوداګرۍ د عملياتو اداره وايي، د بريد په اړه يې پلټنې پيل کړې دي.

ایران پلوه حوثي ملېشې چې د یمن پلازمېنه او د هېواد ډېر ګڼ نفوسه سیمې یې تر ولکې لاندې دي، له څو میاشتو راهیسې په سور سمندرګي کې پر اسراییلي کښتیو بریدونه کوي او ادعا کوي چې دوی د اسراییلي بریدونو پر وړاندې د فلسطینيانو ملاتړ کوي.

اوکراين او روسيې د اوربند لپاره د فرانسې د ولسمشر وړاندیز رد کړ

د اوکراین ولسمشر زيلنسکي
د اوکراین ولسمشر زيلنسکي

د روسیې او اوکراین ولسمشرانو د ۲۰۲۴ کال د المپیک په سیالیو کې، چې په پاریس کې ترسره کېږي، د اوربند لپاره د فرانسې وړاندیز رد کړ.

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي له فرانس پریس خبري اژانس سره په مرکه کې وویل چې د لوبو په لړ کې اوربند "یوازې له روسیې سره د خپلو سرتیرو او تجهیزاتو په لیږدولو کې مرسته کوي."

د سږ کال دوبنۍ المپیک لوبې به د جولای له ۲۶ څخه د اګست تر ۱۱ د فرانسې په پلازمېنه پاریس کې ترسره شي.

د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون څو میاشتې وړاندې ویلي و چې پلان لري چې له روسیې وغواړي چې د ۲۰۲۴ کال د اوړي د المپیک په لوبو کې په اوکراین کې اوربند اعلان کړي.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین هم د جمعې په ورځ (د مې ۱۷ مې) اعلان وکړ چې مسکو به په پاریس کې د المپیک لوبو پر مهال د اوربند د مفکورې ملاتړ ونه کړي.

په جنوبي افریقا کې د تري تم شویو کارګرو د موندنې لپاره پلټنې پای ته رسېدلي

ارشیف
ارشیف

په جنوبي افریقا کې په یوه نړېدلې ودانۍ کې د بیارغونې د نږدې شلو تري تم شویو کارګرو د موندنې لپاره د پلټنې عملیات، چې له دوو اوونیو روان وو، پرون جمعه پای ته ورسېدل.

دا عملیات د چارواکو په غوښتنه پرون پای ته ورسول شول.

چارواکي وايي، د یوې پنځه پوړیزې ودانۍ د نړېدو په پېښه کې ۳۳ کسان مړه شول او د ۱۹ نورو کارګرو د برخلیک په باب معلومات نه وو.

چارواکي فکر کوي، دغه کسان به د مې میاشتې پر شپږمه د دې نیم کاره ودانۍ تر نړېدو وروسته تر کنډوالو لاندې شوې وي.

دغه ودانۍ چې د رغونې کارونه یې روان وو، د جنوبي افریقا په جنوبي ښار جورج کې ونړېده.

لبنان کې د اسراییل تازه حمله؛ د وژل شویو کسانو شمېر درېیو ته رسېدلی

په لبنان د اسراییلو د حملو یو انځور
په لبنان د اسراییلو د حملو یو انځور

په لبنان کې د اسراییل په تازه حمله کې د وژل شویو کسانو شمېر درېیو ته رسېدلی او په پېښه کې ګڼ نور ټپیان شوي دي.

د لبنان یوې امنیتي سرچینې د جرمني خبري اژانس ته ویلي، په دې حمله کې چې پرون جمعه د لبنان په جنوبي ښارګوټي صیدا کې وشوه، د ایران له ملاتړه د برخمنې حزب‌الله ډلې یو غړی او دوه سوریايي کارګران وژل شوي دي.

صیدا ښارګوټی د اسراییل د شمالي سرحد په ۵۵ کیلومترۍ کې پروت دی.

د لبنان حزب‌الله ډلې هم د خپل یوه غړي وژل کېدل تایید کړي دي.

د اسراییل پوځ د حملې خبر تایید کړی او وايي، د حزب‌الله ډلې د هوايي دفاع هغه سنګر یې ویشتلی چې د اسراییل جنګي جېټ الوتکو ته یې خطر پېښ کړی و.

ایران د اروپايي وګړو په ګډون تر ۲۵۰ زیات کسان د شیطان پرستۍ په تور نیولي

ارشیف
ارشیف

د ایران پولیسو پرون جمعه اعلان وکړ چې د درېیو اروپايي وګړو په ګډون یې تر ۲۵۰ زیات کسان د شیطان د عبادت یا شیطان پرستۍ په تور نیولي دي.

ایرنا دولتي اژانس د پولیسو د اعلامیې په حواله راپور ورکړی چې د "شیطان پرستۍ" د یوې شبکې دغه غړي د پلازمېنې تهران په لوېدیځ کې نیول شوي دي.

د ایران د پولیسو په وینا، په "شهریار" ښارګوټي کې د شیطان د عبادت د دودولو په تور دغه کسان تر پېژندنې وروسته نیول شوي چې په هغوی کې ۱۴۶ نارینه او ۱۱۵ ښځې شاملې دي.

پولیس وايي، دغه کسان په نامطلوب وضعیت کې وو چې پر کالیو، سر، مخ او وېښتانو یې د شیطان د پرستش ځانګړې نښې لیدل کېږي.

د ۲۰۰۹م کال په جولای میاشت کې هم د ایران پولیسو درې کسان په شمال لوېدیځ ولایت اردبیل کې د شیطان د عبادت کولو په تور نیولي وو.

امریکا د ایران پر انرژۍ د عراق د اتکا کمېدو د هڅو هرکلی وکړ

د عراق د انرژۍ د پياوړتیا هڅې
د عراق د انرژۍ د پياوړتیا هڅې

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ایران په انرژۍ د عراق د اتکا د کمېدو لپاره د عراق د حکومت د اقداماتو هرکلی وکړ.

د دغه وزارت مرستیال ویاند ودانت پاټیل پرون (پنجشنبې) دا هرکلی عراق ته د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د سلاکار جیفري پایټ د سفر په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وکړ.

ښاغلي پاټیل وویل، جیفري پایټ د خپل سفر په لړ کې د عراق حکومت وهڅاوه چې د انرژۍ په برخه کې د خپلواکۍ د ترلاسه کولو لپاره په خپلو اصولي پروګرامونو کې د کردستان د کورواکې سیمې له ګازو کار واخلي.

عراق حاضردمه په درو کې یوه برخه ګاز له ایران څخه واردوي خو هڅه کوي چې د ایران په برښنا او ګازو اتکا پای ته ورسوي.

د بایډن د پرېکړې مخالفت؛ د امریکا استازو جرګې اسراییل ته د وسلو لېږل تصویب کړل

د امریکا ولسمشر جوبایډن
د امریکا ولسمشر جوبایډن

د امریکا د استازو جرګې پرون (پنجشنبې) د رایو په اکثریت د بایډن د غوښتنې خلاف اسراییل ته د وسلو لېږل تصویب کړل.

دا پرېکړه، پر قانون د بدلېدو چانس نه لري خو تر ډېره د غزې د جګړې په وړاندې د جو بایډن له پالیسۍ سره په مخالفت کې د جمهوریپال ګوند له لوري یو سمبولیک اقدام دی.

د استازو جرګې اکثریت د جمهوریپالو په لاس کې دی.

جمهوریپال وايي چې بایدن حق نه لري چې په غزه کې د اسراییل په پوځي اقداماتو کې لاسوهنه وکړي.

خو د استازو جرګې دیموکرات مشران دا لایحه په بهرنۍ پالېسۍکې د ولسمشر له واک سره په ټکر کې بولي.

پاکستان د زینبون په نوم د ملېشه ډلې د ۲ وسله والو د وژلو خبر ورکړ

د پاکستان یو شمېر امنیتي ځواکونه
د پاکستان یو شمېر امنیتي ځواکونه

د پاکستان د سند ایالت له تروریزم سره د مبارزې پولیس وايي چې په کراچۍ کې یې د زینبیون د ملېشه ډلې دوه وسله وال غړي نیولي دي.

د سند ایالت له تروریزم سره د مبارزې د پولیسو مشر اصف اعجاز شیخ پرون (پنجشنبې) په کراچۍ کې یوې خبري غونډې ته وویل، دواړه نیول شوي کسان په ایران کې روزل شوي او د ایران د استخباراتو په امر یې په کراچۍ کې د یوې مخالفې مذهبي ډلې پر علماوو او غړیو بریدونه کړي دي.

ده د نیول شویو کسانو نومونه وقار عباس او حسین اکبر وښودل او ویې ویل، دوی چې د بُلتستان د ګلګت د سیمې اوسیدونکي دي، د تېر کال له سپټمبر څخه د سږ کال د فبرورۍ تر ۲۱ پورې په کراچۍ کې ۱۷ دیني عالمان په ډزو وژلي او ۱۱ نور یې ټپیان کړي دي.

د فلسطین ولسمشر: له نړیوالو او سیمه‌ییزو شرکانو مو مالي ملاتړ نه دی ترلاسه کړی

د فلسطین ولسمشر محمود عباس
د فلسطین ولسمشر محمود عباس

د فلسطین ولسمشر محمود عباس وايي، هغسې چې تمه کېده، دوی له نړیوالو او سیمه‌ییزو شرکانو مالي ملاتړ نه دی ترلاسه کړی.

عباس نن د عربي اتحادیې په یوه سرمشریزه کې د وینا پر مهال دا خبره وکړه.

دا څرګندونې داسې وخت کېږي چې د اسراییل دفاع وزیر نن ویلي چې د غزې په جنوبي ښار رفح کې به په ځمکنیو پوځي عملیاتو کې د اسراییل نور سرتېري هم برخه واخلي.

د یوآف ګالانت په وینا، دغه عملیات به حماس ډله ختمه کړي.

د امریکا متحد ایالتونه او اروپايي ټولنه حماس یو ترویستي سازمان ګڼي.

اسراییل له نړیوالو انتقادونو سره سره په رفح ښار کې چې تر یو میلیون زیاتو فلسطینیانو هلته له نورو برخو پناه وروړې ده، پوځي عملیات پیل کړي دي.

د ارمنستان صدراعظم له اذربایجان سره د سرحدونو د حدبندۍ موافقه وستایله

د ارمنستان صدراعظم نیکول پاشینیان
د ارمنستان صدراعظم نیکول پاشینیان

د ارمنستان صدراعظم نیکول پاشینیان له اذربایجان سره د سرحدونو د حدبندۍ موافقه وستایله.

پاشنیان نن د کابینې په غونډه کې دا موافقه یوه لویه بریا وبلله.

په همدې حال کې په لسګونو مظاهره‌چیان چې د دې موافقې مخالف وو، له حکومتي ودانۍ دباندې راټول شوي وو چې پولیسو یې د تیک و پرک کولو هڅه وکړه.

ارمنستان او اذربایجان په ډسمبر میاشت کې د سولې پر تړون سلا وکړه، خو د ارمنستان ګڼ هغه وګړي یې مخالفت کوي چې لانجمنې سیمې نګرنو قره باغ ته څېرمه پراته دي.

اذربایجان تېر میلادي کال د نګرنو قره‌باغ د نیولو لپاره پراخ پوځي عملیات وکړل چې بالاخره یې په دې بېلتونپاله سیمه کې په خټه د ارمنانو د درېیو لسیزو کورواکي ختمه کړه.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG