د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۲۴

اقتصادي کړکېچ؛ د کابل ځینې خیاطان د بازار له سوړوالي شکایت کوي


ارشیف: د کابل یو خیاط
ارشیف: د کابل یو خیاط

د کابل ښار یو شمېر خیاطان وایي، د تېرو کلونو په پر تله سږ کال روژه کې د دوی کارونه ډېر پیکه دي.

د معروف شل کاله وشول، چې د کابل په کارته پروان سیمه کې د نارینه وو د جامو ګنډلو یا خیاطۍ دوکان لري.

دی وایي، پخوا یې د روژې په میاشت کې کارونه ډېر ښه وو، روژه کې به دوی ان پوره میاشت کور ته نه تلل او شپه ورځ به یې دوکان کې جامې ګڼدلې، خو په خبره یې سږنۍ روژه یې کار ډېر سوړ دی.

ده ازادي راډيو ته په خبرو کې وویل: "د موږ کارونو ډېر کش درلوده. نوروز او اخترونو کې به مو کارونه بېخي ډېر وو، دومره به ډېر وه چې د اختر په یو او یوه نیمه میاشت کې به بېخي کور ته نه تللو، دوکان کې به مو کار کاوه. د نوي حکومت سره مو کاروبار ډېر ضعیف شوی. د دوکان کرایه نه شو ورکولای. د برښنا بل موږ پسې راځي، مالیات راځي، د کار جواز راځي، دا مصرف نه شو پوره کولای نو څه پاتې چې ځان ته مو ګټه پاتې شي یا کورنۍ په کې وچلوو."

۳۹ کلن ضیاالله د کابل په کارتې نو سیمه کې د ښځو او ماشومانو د جامو ګڼدلو یا خیاطۍ دوکان لري.

دی وایي، پخوا یې د روژې په میاشت کې کارونه ډېر ښه وو، روژې ته به چې لس ورځې پاتې وي نور به یې د خلکو له خوا د جامو ګڼدلو فرمایشونه بس کړل، خو په خبره یې سږنۍ روژه کې یې کار ‌ډېر سوړ دی.

هغه وویل: "کارونه ډېر ضعیف شوي دي. مخکې به چې روژې ته لس ورځې پاتې شوې موږ کار نه اخیسته، خو اوس بېخي کارونه نه شته، کومه جوړه که راشي. تاسو باور وکړئ چې د اوس د دوکان کرایه هم نه شو پوره کولای."

د کابل ښار یو شمېر اوسېدونکي هم وایي، نه پخوانی زړه ورپاتې او نه اقتصاد، چې اختر لپاره ځانونو او یا خپلو ماشومانو ته جامې جوړې کړي.

وحیده وايي، پخوا یې دنده درلوده او په شوق به یې ځان او لورګانو ته اخترونو کې جامې جوړولې، خو په خبره یې اوس هغه پخوانی وضعیت نه دی ورپاتې.

هغې وویل: "عید یا روژه به راتله چمتووالی به مو ورته نیوه. اوس نه خوشالي نه امادګي شته ځکه اقتصاد مو خراب دي، اقتصاد مو صفر ته رسېدلی. پخوا به مو کالي مخکې له مخکې خیاط ته وروړل ځکه وروسته به خیاط نه اخیستل، خو اوس هېڅ هم نه شته بې کاره بې روزګاره کور کې ناست یو، هر څه موږ باندې بند شوي."

د کابل بل اوسېدونکی رشاد هم ورته خبره کوي.

هغه وايي: "پخوا به مو روژې او اختر ته تیاری نیوه، کالي به مو کول، خو فعلاً مې اقتصاد ډېر زیات خراب شوی دی نه شم کولای اختر ته تیاری ونیسم کالي یا بل څه وکړم،.کالي خو لرې خبر ده خپل خوراک ته هم اوس په ستونزو کې ګیر یمه."

د یادونې ده چې په افغانستان کې د طالبانو په بیا ځلي واکمنېدو سره ډېرو خلکو خپلې دندې له لاسه ورکړي، بې کاري او بې روزګارې ورځ تر بله لمن غوړوي. خلک ان خپله د خوړو ډوډی هم په سختیو لاسته راوړي.

د ملګرو ملتونو د همغږی دفتر اوچا د راپور پر بنسټ په افغانستان کې اوسمهال ۲۸.۳ میلیونه خلک بشري مرستو ته اړتیا لري.

اوچا ویلي، د طالبانو په بیاځلي واکمنېدو سره د بهرنیو مرستو د کمېدو او اقتصادي ناروین له امله په دغه هېواد کې بېوزلې پراخه شوې ده.

XS
SM
MD
LG