د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۳۰ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۲

کرېکټ؛ افغانستان او پاکستان نن لومړۍ شل اوریزه لوبه کوي


د افغانستان او پاکستان کرېکټ لوبډلمشران
د افغانستان او پاکستان کرېکټ لوبډلمشران

ټاکل شوې چې، د افغانستان او پاکستان کرېکټ ملي لوبډلې نن خپله لومړۍ شل اوریزه سيالي ولوبوي.

دغه سیالي به د کابل پر وخت تر ماښام وروسته ۸:۳۰ بجې د عربي متحده اماراتو په شارجه کرېکټ لوبغالي کې پیل شي.

دا لومړی ځل دی چې دواړه ملکونه د درې شل اوریزو سیالیو لوبلړۍ لوبوي.

د دې سیالیو دوه نورې لوبې به د مارچ په ۲۶مه او ۲۸مه نېټه ترسره شي.

تېره ورځ د اماراتو په شارجه لوبغالي کې د دواړو ملکونو لوبډلمشرانو رسنیز کنفرانس هم ترسره کړ او ترڅنګ یې د دې لوبلړۍ لپاره جوړ شوی جام چې د افغانستان د مشهور صنعت غالیو په بڼه جوړ شوی هم رسنیو ته وښودل شو.

د افغانستان ملي لوبډلې مرستیال روزونکی رئیس خان احمدزي په یوه ویډیو پیغام کې ويلي چې، دی او لوبډله یې دې سیالیو لوبولو ته ډېره لېواله ده او ښه نتیجه به هم ترلاسه کوي.

ښاغلی احمدزی زیاتوي: "له سیالې لوبډلې سره به به کوښښ کوو چې په پوره سوچ او فکر سره لوبه وکړو، موږ به ورته د یوه غښتلي سیال په څېر احترام لرو او دا سوچ به نه‌کوو، چې دوی په لوبډله کې اکثره نوي ځوانان غوره کړي دي. په شل اوریزه کرېکټ کې هره لوبډله هرې لوبډلې ته ماتې ورکولای شي. او د پاکستان اوسنۍ لوبډله د پي‌ایس‌ایل له غوره لوبغاړو څخه جوړه شوې ده."

دغه راز د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې سره د توپ اچونې په برخه کې تازه یو ځای شوي روزونکي حمید حسن بیا د خپلې لوبډلې له تیاریو خوښ دی او زیاتوي: "افغانستان هرې لوبډلې ته ماتې ورکولای شي."

ښاغلی حسن وړاندې وايي: "پوره امیدوار یم په دې را روان سيریز کې زموږ لوبغاړي به ښه نتیجه ورکوي. ما مخکې هم ویلي او اوس یې هم وايم چې زموږ لوبغاړي چې هرکله کومه نړیواله سیالي کوي باید داسې سوچ وکړي چې دا د دوی د کیریر بهترینه لوبه ده."

بل لورته بیا د افغانستان ملي لوبډلې پخوانی لوبغاړی او اوسنی روزونکی دولت خان احمدزی وايي، د پاکستان لوبډله د توپ اچونې په هره برخه کې غښتلې ده او په دې برخه کې له دوی سره مقابله کول اسانه نه‌دي.

نوموړی وايي، دا چې افغانستان د دې سیالیو کوربه‌توب کوي، نو د کوربه‌توب له امتیازاتو په ګټې اخيستنې سره باید د توپوهونکو لپاره مناسب ویشتن‌ځایونه جوړ شي او د هغه په اند چې دا یوازینۍ برخه ده چې افغان لوبډله به پاکستانۍ لوبډلې سره ښه مقابله وکړي.

د ویلو ده چې، تر دې دمه په هېڅ نړیوالې رسمي سیالۍ کې افغانستان لا د پاکستان ملي لوبډلې ته ماتې نه‌ده ورکړې، خو اکثره لوبې چې ترسره شوې دي په ورستیو اورونو کې افغان لوبډلې له لاسه ورکړي دي.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG