د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۱

د طالبانو د کړنو پر وړاندې له امریکايي چارواکو د پرېکنده عمل غوښتنه شوې


د طالبانو ځینې مشران
د طالبانو ځینې مشران

ذاکره حکمت، چې د امریکا له بهرنیو چارو وزارت څخه یې د زړورې ښځې جایزه تر لاسه کړې وايي، امریکايي چارواکو سره په خبرو کې یې له هغوی غوښتي چې د طالبانو پر وړاندې پرېکنده عمل وکړي.

اغلې حکمت ازادي د سې شنبې په ورځ راډیو سره په مرکه کې وویل چې د ښځو د حقونو د مراعتولو، د بیان د ازادۍ او دیمکراتیکو کړنو په برخه کې د طالبانو ازمویل تر اوسه کامیابه نه وو نو او ورسره مقابله کول هم جدي کړنو ته اړتیا لري.

نوموړې دغه شان وايي چې له امریکايي چارواکو یې وغوښتل چې باید د افغانستان خلکو ته بشري مرستې د نړیوالې ټولنې تر څار لاندې ترسره شي او ټول هغه کسان که ښځې دي که نارینه، چې د خپلو حق غوښتنو، ديموکراسۍ، د بیان ازادۍ او یا هم د خپلو پخوانیو دندو له امله نیول شوي، باید له کوم شرط پرته خوشې شي.

خو د نوموړې د دې غوښتنو په ځواب کې امریکايي چارواکو ورته څه ویلي، اغلې حکمت وايي: اکثراً راسره هم نظره وو، په ځانګړې ډول د امریکا د بهرنیو چارو وزارت راته وویل، چې دوی به د طالبانو حکومت په رسمیت ونه پېژني او فشارونه به یې پرې دوام ومومي."

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد مخکې ویلي چې فشارونه ګټه نه لري او باید ستونزې د سیاسي خبرو اترو له لارې هوارې شي.

اغلې حکمت زیاتوي چې په افغانستان کې ښځو ته پخواني شوي کارونه په دغه هېواد کې د طالبانو تر بیاځلي واکمنېدو وروسته سخت اغېزمن شوي چې افغانان په ځانګړي ډول ښځې یې سختې اندېښمنې کړي او دوی د نړۍ ملاتړ ته اړتیا لري.

د طب ډاکتره ذاکره حکمت، چې له څوارلسو کلونو راهیسې په ترکیه کې پناه غوښتونکو ته د مرستو رسولو په برخه کې فعالیت کوي، په افغانستان د طالبانو له بیاځلي واکمنېدو ورسته یې نړۍ ته د افغان ښځو په رسولو کې هڅه کړې ده.

نوموړې درې ورځې مخکې د یولسو نورو مېرمنو تر څنګ په سپینه ماڼۍ کې د مارچ د اتمې نېټې د ښځو د پیوستون د نړیوالې ورځې په مناسبت جوړه شوې غونډه کې د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر انټوني بلینکن او د امریکا د لومړۍ مېرمنې جېل بایډن څخه خپله جایزه ترلاسه کړه.

هغې وويل: "د دې جایزې په اخیستلو سره د افغان ښځو پر وړاندې زما مسوولیت لا زیات شوی او دا جایزه د دې ښکارندوي هم کوي چې نړۍ د افغانستان د ښځو غږ اوري او په دغه هېواد کې د ښځو د حقونو د خوندیتوب لپاره هڅه کوي."

نوموړی چې خپله هم د طالبانو په لومړي پړاو واکمنۍ کې له زده کړو محرومه شوې وه، له افغان ښځو غواړي چې د خپلو حقه حقونو د غوښتلو لپاره خپلې مبارزې ته دغه شان دوام ورکړي.

XS
SM
MD
LG