د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۳۵

يوې افغانې محصلې د هند په 'وير نارماد پوهنتون' کې د سرو زرو مډال ګټلی


افغان محصله راضيه مرادي د مډال ترلاسه پر مهال
افغان محصله راضيه مرادي د مډال ترلاسه پر مهال

راضیه مرادي په هندوستان کې افغانه محصله ده، چې په دې ورستیو کې یې د هند د ګجرات ایالات له ویر نارماد پوهنتون څخه د سرو زره مډال وګاټه.

راضیه په ۲۰۲۰کال کې د رقابتي بورسيې له لارې هندوستان هېواد ته د عامه ادارې په څانګه کې د خپلو زده‌کړو د دوام لپاره راغله، پوهنتون څخه د ماسټرۍ له دورې په فارغېدو سره د لوړو نمرو او ښه فعالیتونه له امله د پوهنتون له‌خوا وستایل شوه.

نوموړې وايي: "په ۲۰۲۲ کال کې د جنوبي ګجرات له ویر نارماد پوهنتون څخه د ټولو محصلانو منځ کې په لوړو نمرو فارغه شوم، د پوهنتون او د هند د دولت له‌خوا د سرو زرو د مډال مستحقه شوم او دا ډالۍ راته د مارچ په ۶مه راکړل شوه."

راضیه مرادي تازه د ګجرات ایالت په ویر نارماد پوهنتون کې دوکتورا پيل کړې او د عامه اړیکو په برخو کې په څېړنه بوخته ده.

دا وایي هیله لري چې، په افغانستان کې نجونې خپلو زده‌کړو ته دوام ورکړي او په هېواد کې وضیعت بدلون ومومي.

هغه مډال چې راضيه مرادي ته ورکول شوی دی.
هغه مډال چې راضيه مرادي ته ورکول شوی دی.

اغلې مرادي زیاتوي، غواړي د خپلو زده‌کړو له لارې خپلو هېوادوالو ته د خدمت جوګه وګرځي.

نوموړې وايي: "زه هیله‌منه یم، چې زموږ هېواد ارامه شي، زموږ هېواد ته سوله راشي او موږ وکولای شو بېرته هېواد ته ورستانه شو او خپلو خلکو او ټولنې ته د خدمت جوګه وګرځو، په ځانګړي ډول ښځو ته!"

"زه هیله‌منه یم، چې زموږ هېواد ارامه شي، زموږ هېواد ته سوله راشي او موږ وکولای شو بېرته هېواد ته ورستانه شو

دا په داسې حال کې ده چې، په دې وروستیو کې افغان ښځې د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې د خپلو مدني، بشري او زده‌کړیزو فعالیتونه له امله ستایل کېږي.

تازه د یو خیريه بنسټ رئیسې ذاکره حکمت، د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت له‌خوا د زړورتیا جایزه تر لاسه کړه.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ، چې اغلې حکمت د یوولسو کسانو تر منځ د دغې جایزې مستحقه وګنل شوه او ښايي چې نن د مارچ په اتمه د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن او د امریکا د لومړۍ مېرمنې جیل بایډن له‌خوا د ځانکړو مراسمو په ترڅ کې دا جایزه ورکړل شي.

ویل کېږي چې اغلې حکمت د ښځو او کډوالو په برخه کې د خپلو ښو فعالیتونه له امله دا جایزه ګتلې.

د تېرو څو کلونو په ترڅ کې د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت له‌خوا، دیارلس افغان مېرمنو دا جایزه تر لاسه کړې ده.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG