د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۸ غبرګولی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۴

يونېسف: افغانستان تېر کال تر ټولو ناوړه بشري بحران تجربه کړ


کابل کې له بې‌وزلو خلکو سره د وچې ډوډۍ مرسته، انځور - ارشيف
کابل کې له بې‌وزلو خلکو سره د وچې ډوډۍ مرسته، انځور - ارشيف

د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونېسف) وايي، افغانستان تېر کال تر ټولو ناوړه بشري بحران تجربه کړ.

زکيه يوه افغانه مېرمن ده، وايي د ژوند وضعيت يې د تېر کال په پرتله خراب شوی دی.

نوموړې ازادي راډيو سره په خبرو کې وويل، چې هيڅ ډوډۍ راوړونکی او عايد نه‌لري او له دې امله اړتيا لري چې، په هره مياشت کې کوم بنسټ يا يو کس په منظمه توګه له‌هغې سره مرسته وکړي.

بايد يوه مؤسسه او يا کوم کس وي، چې په هره مياشت کې راته کارت جوړ کړي

نوموړې وايي: "بايد يوه مؤسسه او يا کوم کس وي، چې په هره مياشت کې راته کارت جوړ کړي او له ماسره مرسته وکړي، اقتصادي وضعيت مې ډېر خراب دی، ډوډۍ راوړونکی نه‌لرم، دوه زره د کور کرايه ورکوم، د برښنا بل تحويلوم، اوبه نه‌لرو، زه ډېرې اړتياوې لرم."

دا په داسې حال کې ده چې پر افغانستان د طالبانو د دوهم ځل واکمنۍ له پیل وروسته په دې هېواد کې فقر، بې‌وزلي او بې‌کاري خپل اوج ته رسېدلې ده.

تازه د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونېسف) وايي، افغانستان په تېر ميلادي کال کې، یو له خورا ناوړه بشري بحران سره مخ شوی.

دغه سازمان د پنجشنبې په ورځ په خپل کلني راپور کې ويلي، چې له نړیوالې ټولنې څخه د دغه هېواد واټن ددې ناورين لامل شوی.

په خبرپاڼه کې زیاته شوې، چې افغانستان له وړاندې د طبیعي پېښو له امله تر فشار لاندې و، خو په ۲۰۲۲ کال کې وضعیت نور هم خراب شوی دی.

یونېسف د افغانستان په اړه د ۲۰۲۲ کال په راپور کې دا هم ویلي، چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو له اساسي حقونو څخه سرغړونې په چټکۍ سره زیاتې شوي دي.

په دغه راپور کې له شپږم ټولګي څخه پورته د نجونو پر زده‌کړو بنديز، او تفريحي پارکونو او په نادولتي مؤسسو کې کار ته د ښځو پرتګ بنديزونه هم ياد شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د ۲۰۲۲ کال په ډسمبر کې د طالبانو له‌خوا په نا دولتي ادارو کې د ښځو پر کار د بندیز له لګولو وروسته، د یو شمېر مرستندویه مؤسسو فعالیتونه بند شوي او د هغوی بیا پیلېدل په دې برخه کې د ښځو د کار پر دوام مشروط دي.

ارشيف
ارشيف

خو د طالبانو حکومت له نړيوالې ټولنې غوښتي چې بشري مرستې له سياسي مسايلو سره ونه تړي او ويې ويل هڅه کوي چې، ښځو ته په ځينو برخو کې په نا دولتي ادارو کې د کار کولو اجازه ورکړي.

د جنسيتي برابرۍ او د ښځو د پیاوړتیا لپاره د ملګرو ملتونو دفتر، د يونېسف د دغه راپور تر خپرېدو یوه ورځ مخکې ویلي وو، چې په ۲۰۲۳ ميلادي کال کې په افغانستان کې ۱۳.۸ میلیونه نجونې او ښځې بشري مرستو ته اړتیا لري.

همدارنګه د ملګرو ملتونو په تېرو راپورونو کې ویل شوي، چې په روان ميلادي کال کې، په افغانستان کې ۲۸ میلیونه وګړي عاجلو بشري مرستو ته اړتیا لري او خبرداری یې ورکړی، چې په دغه هېواد کې شپږ میلیونه وګړي له قحطۍ څخه یو ګام واټن لري.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG