د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۴

د غزني اوسېدونکي پر پاکستانۍ کلداره د پېر او پلور د مخنيوي غوښتنه کوي


انځور - ارشيف
انځور - ارشيف

د ډیورنډ کرښې ته څېرمه تقریبا په ټولو ولایتونو کې د پاکستانۍ کلدارې چلاو.

د غزني يو شمېر اوسېدونکي وايي، دغه ولايت کې دې خلک پر پاکستانۍ کلداره راکړه ورکړه بنده کړي.

دوی وايي، هره ورځ د کلدارې په اړولو په میلیونونو روپۍ زیان ویني.

د غزني ولايت اوسېدونکی اسدالله ځیر وايي، په اوسني وخت کې چې کلدارې خپل ارزښت له لاسه ورکړی، نو روپۍ د پاکستان راولوېږي او زیان یې افغانان ګالي.

دی وايي، په سوېلي ولايتونو کې ټوله راکړه ورکړه په کلداره ده، خلکو کلدارې د سرمايې په توګه ساتلي، نو اوس چې رالوېدلې د دوی سرمايه هم ورسره ډوبه شوې ده.

"موږ په دې خزانه وطن کې سربېره د خپلې کافي کرنسي خاوندان نه شو،

د ځیری په باور کې که نړيوال د کلدارې لوېدلو له امله له پاکستان سره مرسته کوي، د هغوی اقتصاد به ښه کېږي، خو زیان به یې افغانستان ته رسیږي، په افغانستان کې دې د پاکستان کلدارې د چلاو مخه ونیول شي.

نوموړی زیاتوي: "موږ په دې خزانه وطن کې سربېره د خپلې کافي کرنسي خاوندان نه‌شو، په بازارانو کې مو تر نیمايي زیاتې بهرنۍ کرنسۍ دود دي، لکه ډالر، تومن، کلداره او داسې نورې، خو تر ټولو ډېره یې کلداره ده، کلداره خو زموږ په جنوبي ولایتونو کې د خپلې کرنسۍ په توګه کاروي، خپله ټوله سرمایه یې کلداره وي، اوس چې راولوېده موږ یې تر پاکستانیانو ډېر خوار کړو، له هغه چا سره چې کلداره وه، اوس د افغانۍ، ډالر او بلې بهرنۍ کرنسۍ په وړاندې هیځ هم نه کېږي."

خلک غوښتنه کوي چې نوي افغاني بانک‌نوټونه دې هم بازار ته وړاندې شي.
خلک غوښتنه کوي چې نوي افغاني بانک‌نوټونه دې هم بازار ته وړاندې شي.

د غزني ولایت اوسېدونکي چې په دا وروستیو کې یې د پاکستانۍ کلدارې د ارزښت له لوېدو سره زیات تاوانونه ګاللي وايي، پر کلدارو د راکړې ورکړې مخنيوی دې وشي.

دوی وايي که تېر جمهوري نظام د کلدارې د مخنیوي لپاره ګامونه اخیستي وای او خپلو بازارونو ته يې کافي افغانۍ رسولې وای، نو هله به اوس د کلدارې کمبله ټوله وای.

سید شیراغا رضوي چې د غزني یو بل اوسېدونکی دی وايي، هغه کسان چې کلدارې چلوي هغه له خپل هېواد، خاورې، قانون او افغانۍ کرنسۍ سره خیانت کوي.

نوموړی وايي، د کلدارې د چلاو پر وخت یو لوری ارو مرو زیان‌منيږي، چې دا زيان د ورځې ميليونونه روپيو ته رسېږي، نو د طالبانو حکومت باید کلدارې بندې کړي.

نوموړی وايي: "کلداره بيخي ټيټه شوې ده، د خلکو په ضرر ده، په زیان ده، باید کلداره بېخي بنده شي، باید داسې کار وشي چې په ټول افغانستان کې افغانۍ وچلیږي."

د غزني اوسېدونکي غوښتنه کوي چې د کلدارې د چلاو ترڅنګ دې د طالبانو حکومت افغانستان ته راغلي نوي افغاني بانک نوټونه بازار ته وړاندې کړي چې دلته د افغانۍکمښت پوره شي.

خو په غزني کې د طالبانو حکومت سیمه‌ییز چارواکي بیا خلکو ته ډاډ ورکوي چې د کلدارې د چلاو مخنیوی به کېږي.

"د افغانستان اسلامي امارت په دې لټه کې دی ترڅو خپلې داخلي کرنسۍ یا افغانۍ ته لا وده ورکړي

د ياد ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس ملا حمیدالله نثار وايي: "د افغانستان اسلامي امارت په دې لټه کې دی ترڅو خپلې داخلي کرنسۍ یا افغانۍ ته لا وده ورکړي، په دې اړه یو مکتوب هم خپور شوی، ولې د غزني سیمه‌ییز اداره بیا هم متوجه ده، که په ځینو ځایونو کې یا په لرې پرتو سیمو له افغانۍ پرته په بله کرنسۍ راکړه ورکړه کېږي، د هغې مخنیوی به وکړي."

په اوسني وخت کې په افغانستان کې د طالبانو اوسني نظام د کلدارې د بندېدو ژمنې کوي خو تر اوسه پورې بریالي شوي نه‌دي.

همدا ډول د تېر جمهوري نظام چارواکو هم په وار وار په افغانستان کې د پاکستانۍ کلدارې په کارولو د بندیز ژمنې کړې وي، خو پاتې راغلي وو.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG