د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۴۱

زینیو: په نږدې راتلونکي کې د کوېډ۱۹ د دویمې څپې خپرېدل ناشونې دي


چین کې د نوي میلادي کال د نمانځنې له بهیره یو انځور
چین کې د نوي میلادي کال د نمانځنې له بهیره یو انځور

د چین د حکومت یوه وتلي ساینسپوه د شنبې په ورځ ویلي، په راروانو دوو یا درېیو میاشتو کې به د کوېډ۱۹ ناروغۍ د نوې څپې راتلل لیرې خبره وي، ځکه د هغه په وینا په چین کې ۸۰ فیصده خلکو دغه ناروغي تېره کړې ده.

د چین د ناروغیو د کنټرول او وقایې په مرکز کې د ساري ناروغیو مشر وو زینیو ویلي، د نوي چینايي کال د نمانځلو پر مهال چې خلک په ډله ییز ډول تګ راتګ کوي، کوېډ۱۹ ناروغي ښايي خپره او په ځینو سیمو کې پیاوړې شي، خو د ده په وینا په نږدې راتلونکي کې د دې ناروغۍ د دویمې څپې خپرېدل ناشونې دي.

چینايي چارواکو په وروستیو کې د کرونا د مثبتو پېښو د زیاتېدو خبر ورکړی.

د جنورۍ پر ۱۴مه، په چین کې د یوې میاشتې په موده کې په کرونا ویروس د ۶۰ زره کسانو د اخته کېدو خبر ورکړل شوی و، خو ګومان کېږي واقعي شمېر ښايي تر دې زیات وي.

XS
SM
MD
LG