د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۰۸

کابل کې د پرونۍ چاودنې د تلفاتو په اړه ضد و نقيض مالومات؛ د مرګ‌ژوبلې شمېره لوړه شوې


کابل کې د پرونۍ چاودنې سيمه شاوخوا طالبانو کلا بنده کړې ده
کابل کې د پرونۍ چاودنې سيمه شاوخوا طالبانو کلا بنده کړې ده

کابل کې د بهرنیو چارو وزارت مخې ته د پرونۍ چاودنې د مرګ‌ژوبلې ضد او نقیض ارقام خپریږي.

د طالبانو د حکومت کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالنافع ټکور تېر ماخوستن (د جنورۍ په ۱۱مه) ازادي راډیو ته وویل چې، پيښه کې پنځه تنه وژل شوي او یوشمېر نور ټپیان دي.

ښاغلي ټکور بې له دې چې د برید د څرنګوالي په اړه څه ووایي، برید بې هدفه او بزدلانه عمل وباله.

زمونږ پنځه تنه ملکي هېوادوال شهیدان او یوشمېر نور هم زخمیان دي."

نوموړي وويل: "د بهرنیو چارو وزارت پر سړک چې کومه چاودنه شوې وه، له امله یې زمونږ پنځه تنه ملکي هېوادوال شهیدان او یوشمېر نور هم زخمیان دي."

د برید د څرنګوالي په اړه مو کابل کې د طالبانو د امنیه قومندانۍ ویاند خالد ځدراڼ هم وپوښت، خو له څه ویلو یې ډډه وکړه او یوازې یې هماغه ارقام تایید کړل چې کورنیو چارو وزارت ورکړي دي.

رویټرز خبري اژانس بیا د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د یوه چارواکي استاد فریدون په حواله ویلي، برید کې شل تنه وژل شوي دي.

دغه اژانس د اعماق د تلګرام چېنل پر اساس ویلي چې د برید مسولیت داعش وسله‌والې ډلې منلی دی.

کابل کې د چاودنې انځور
کابل کې د چاودنې انځور

په ورته وخت کې د طالبانو په بهرنیو چارو وزارت کې یوې ډیپلوماټیکې سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط ازادي راډیو ته ویلي چې دغه چاودنه داسې مهال وشوه چې په وزارت کې له چینايي ډیپلوماټانو سره یوه ناسته روانه وه.

دغې سرچینې هم په یادې پېښه کې د ځاني تلفاتو خبره وکړه، خو کره شمېر یې وړاندې نه کړه.

خو د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال حافظ ضیا احمد تکل بیا ازادي راډیو سره خبرو کې دا رد کړه چې په بهرنیو چارو وزارت کې کومه ناسته روانه وه.

چاودنه داسې مهال وشوه چې په وزارت کې له چینايي ډیپلوماټانو سره یوه ناسته روانه وه.

برید د کابل تر ټولو خوندي سیمه کې شوی چې نژدې ورته د اقتصاد او پوهنې وزارتونه او د رویټرز په وینا د چین او ترکیې سفارتونه هم پراته دي.

رویټرز اژانس او سي‌بي‌سي نیوز ته سرچینو ویلي، یوه ځانمرګي بریدګر غوښتل بهرنیو چارو وزارت ته ننوځي، خو مخه یې ونیول شوه او د وزارت مخې ته یې په ځان پورې تړلي چاودیدونکي توکي وچوول.

دوو عیني شاهدانو امریکا غږ ته ویلي، له چاودنې وروسته سیمه کې ډزې هم اورېدل شوي، خو دا لا معلومه نه‌ده چې ډزې طالب ځواکونو کړي او که بل چا.

په تېره یوه میاشت کې دا درېیم برید دې چې په کابل کې کېږي.

تر دې وړاندې د جنورۍ په لومړۍ نېټه د کابل پوځي هوایي ډګر په قره ول کې چاودنې لږ تر لږه لس تنه ووژل او یو شمېر نور یې ټپیان کړل.

رویټرز خبري اژانس هغه مهال برید کې د شلو تنو د وژل کېدو خبر ورکړ، هغه ادعا چې داعش وسله‌والو هم کړې وه.

میاشت وړاندې د دسمبر په ۱۲مه کابل ښار کې هغه مېلمستون باندې هم برید وشو چې چینایي اتباع په کې اوسېدل.

د هغه برید ،چې د ایمرجنسي روغتون په وینا درې تنه په کې ووژل شول او ۱۸ نور ټپیان شول، مسولیت داعش وسله‌والو ومانه.


له کله چې طالبان واک ته رسېدلي، د اسلامي دولت نومې ډلې یا داعش په کابل کې بریدونو ته زور ورکړی دی.

طالبان هم وخت نا وخت کابل او یو شمېر نورو ولایتونو کې د دغې ډلې په ضد د عملیاتو خبر ورکوي.

یوه اونۍ وړاندې د جنورۍ په ۴مه نېټه د طالبانو حکومت وویل چې کابل کې یې د داعش دوه او د نیمروز مرکز زرنج کې يې د هغوی یو پټن‌ځای له منځه وړی چې ۸ تنه یې په‌کې وژلي او ۷ نور یې نیولي دي.

طالبانو دغه نیول شوي او وژل شوي داعش وسله‌وال "خطرناکه شبکه" یاده کړې وه او په باور یې د هوایي ډګر، چینایي اتباعو مېلمستون او پاکستان سفارت بریدونو کې يې لاس درلود.

اړوند مطالب

XS
SM
MD
LG