د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۳۰ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۲

ټېسټ کرکټ؛ د بنګله دېش پر وړاندې د هند بری او ټېسټ اتلولي


هند د لوبې په وروستۍ ورځ د ۷ لوبغاړو په له لاسه ورکولو سره لوبه وګټله او په دې سره یې دا لوبلړۍ هم په خپل نوم کړه.
هند د لوبې په وروستۍ ورځ د ۷ لوبغاړو په له لاسه ورکولو سره لوبه وګټله او په دې سره یې دا لوبلړۍ هم په خپل نوم کړه.

د کوربه بنګله دېش او هندوستان ترمنځ د کرکټ نړیوالې شورا له لوري د ټېسټ سیاليو د اتلولۍ په موخه د دوو لوبو لوبلړۍ هند وګټله.

دغه لوبه ډسمبر میاشتې په ۲۲مه نېټه پيل شوې وه چې لومړۍ توپ وهنه بنګله دېش کړې وه او ۲۲۷ منډې یې جوړې کړې وې.

هند یې په ځواب کې ۳۱۴ منډې وکړې. بنګله دېش په خپل دویم نوبت کې ۲۳۱ منډې وکړې او په دې سره یې هند ته د ۱۴۵ منډو هدف کېښود.

که څه هم د هند پیاوړو توپ وهونکو ته ورکړل شوی هدف ډېر کم و، خو د بنګله دېشي لوبغاړو هیلې هغه وخت را ژوندۍ شوې چې د لوبې د څلورمې ورځې تر پایه په ۴۰ منډو د هند ۴ لوبغاړي وسوځېدل.

هند د لوبې په وروستۍ ورځ د ۷ لوبغاړو په له لاسه ورکولو سره لوبه وګټله او په دې سره یې دا لوبلړۍ هم په خپل نوم کړه.

په دې لوبه کې هیڅ لوبغاړی د سلیزې په جوړولو ونه توانېد، خو پانټ او پوجارا د هند لپاره، مومن الحق، ذاکرحسن او لیټن ډاس بیا د بنګله دېش لپاره نیمه سلیزې جوړې کړې. مهدي حسن یوازینی توپ اچونکی و چې په دې لوبه کې یې ۵ ويکټې ترلاسه کړې.

روي چندرن اشوین د دې لوبې غوره لوبغاړی و، هغه په دوو پاڼيو کې ۶ لوبغاړي وسوځول او په سختو شېبو کې یې د هدف پوره کولو پرمهال ۴۲ ناسوځېدلې منډې وکړې.

چتیشور پوجار بیا په دې لوبلړۍ کې ۲۲۲ منډې کړې وې او د لوبلړۍ غوره لوبغاړی ونومول شو.

هندوستان د دې دوو لوبو تر ګټلو وروسته په درجه بندۍ کې ۲ مقام ترلاسه کړ چې د نومرو فیصدي یې ۵۸.۹۳ ته لوړه شوه.

د درجه بندۍ لومړی مقام بیا له اسټرالیا سره دی، دوی ۷۶.۹۲ فیصده نومرې لري.

سویلي افریقا او سریلانکا په ترتیب سره په درېیم او څلورم مقام کې دي.

د ټېسټ سيالیو د لومړي پړاو اتله لوبډله نیوزلینډ بیا په اتم مقام کې ځای لري او دا ځل پای لوبې ته له رسېدو پاتي دي.

دغه راز بنګله دېش، انګلستان او ویسټ انډیز هم له مخکې تګ پاتې دي، د پاکستانۍ لوبډلې د مخکې تګ چانس هم کم دی.

په پام کې ده چې د ټېسټ سیاليو د اتلولۍ پایلوبه د ۲۰۲۳ زېږدیز کال په جون کې د انګلستان په اوول کرکټ لوبغالي کې ترسره شي.

د یادونې ده چې د ټېسټ اتلولۍ په دې لیګ کې ۹ هېوادونه برخه وال دي چې د ټېسټ درجه لرونکي درې هېوادونه افغانستان، ایرلنډ او زمبابوې دا دویم پړاو دی چې د دې لوبو حق یې نه دی ترلاسه کړی.

XS
SM
MD
LG