د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۳۰ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۴۰

د اسټرالیا بېګ بش کې د افغان لوبغاړي 'فضل الحق فاروقي' قرارداد لغوه شوی


فضل الحق فاروقي
فضل الحق فاروقي

د اسټرالیا د تجارتي شل اوریز لیګ بېګ بش کې د افغان لوبغاړي فضل الحق فاروقي قرارداد لغوه شوی.

د راپورونو له مخې له دغه تېز افغان بالر سره سیډني ټنډرز لوبډلې تر هغې وروسته تړون سمدستي لغوه کړ چې د هغه له چلنده شکایت شوی و.

د جنوبي اسټرالیا د کرکټ رییس لي جرمون ویلي د فاروقي چلند د جنوبي اسټرالیا د کرکټ له ارزښتونو بهر دی او دا پرېکړه شوې چې د هغه تړون لغوه شي.

لا معلومه نه ده چې فاروقي څه کړي و، خو شکایت د یوې پېښې په اړه و چې تېره پنجشنبه رامنځته شوې او په اړه یې یو استماعیه غونډه هم جوړه شوې وه.

XS
SM
MD
LG