د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۳۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۰۰

په 'بیګ بیش' لیګ کې افغان لوبغاړو ښه پيل وکړ


په بيګ باش کې د فضل الحق فاروقي لوبه
په بيګ باش کې د فضل الحق فاروقي لوبه

د اسټرالیا کرېکټ بورډ ادارې له لوري پرون(سه شنبه) د بیګ بیش لیګ سيالیو پرانسته د سېډني تندر او میلبرن سټارز لوبډلو ترمنځ وشوه چې تندر لوبډلې په وروستي توپ وګټله.

افغان کیڼ لاسی چټک توپ اچونکی فضل الحق فاروقي د سيډني تندر لوبډلې په ګټه ولوبېد چې په ۴ اورونو کې یې یوازې شل منډې ورکړې او ۲ لوبغاړي یې وسوځول.

د لوبډلې په بریا کې د فاروقي د توپ اچونې رول تر نورو توپ اچونکو غوره و.

نن(چهارشنبه) بیا دویمه سيالي د اډليډسټرایکرز او سيډني سیکسرز ترمنځ ترسره شوه چې سټرایکرز په ۵۱ منډو وګټله.

په دې دواړو لوبډلو کې دوه افغان لوبغاړي ولوبيدل، نړیوال ستوري راشدخان د خپلې لوبډلې په ګټه په ۴ اورونو کې ۲۱ منډې ورکړې او ۳ ويکټې یې واخیستې.

راشدخان په اکثرو لوبو کې د خپلې لوبډلې په بریا کې مهمه ونډه لري.

دا ځل یو ځوان افغان لیک بریک توپ اچونکی اظهارالحق نوید هم په بیګ بیش لیګ کې اخستل شوی دی چې نوموړي پخپله لومړۍ لوبه کې دوه ویکټې ترلاسه کړې، هغه هم ۴ اورونه ترسره کړل او ۲۵ منډې یې ورکړې.

دا په نړیوالو شل اوریزو لیګونو کې د نوید لومړنی ګډون دی.

د یادونې ده چې بل افغان ورو توپ اچونکی مجیب الرحمن هم په دې سياليو کې لوبيږي چې هغه له میلبرن رینیګېډز لوبډلې سره دی.

XS
SM
MD
LG