د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۱۴

کابل کې وروستي بريد ته د کرن ډېکر غبرګون: د بې ګناه افغانانو پر وژلو سترګې نه‌شي پټېدلی


کرن ډېکر
کرن ډېکر

د افغانستان لپاره د امریکا د سفارت شارژدافیرې په کابل کې د لونګان پر هوټل د دوشنبې په ورځ د داعش برید وغانده.

کرن ډیکر پرون په ټویټر کې ولیکل: "ګرانه ده چې په افغانستان کې پر بهرنیو د بریدونو پر لړۍ او د ډزو په ترڅ کې د بې ګناه افغانانو پر وژلو سترګې پټې شي."

لونګان هوټل د عوامو په مینځ کې په چینایي هوټل مشهور دی، پر دې هوټل د دوشنبې د ورځې برید پراخ غبرګونونه لرل.

د چین د بهرنیو چارو وزارت تایید کړه چې د دوی پنځه اتباع ټپیان شوې دي، تر دې مخکې د کابل ایمرجنسي روغتون ویلي و چې درې مړي او اتلس ټپیان دوی ته وروړل شوي دي.

چین له خپلو وګړو غوښتي چې له افغانستانه ووځي
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:00:43 0:00

د طالبانو حکومت تر دې برید وروسته وویل چې درې برید کوونکي وژل شوي او دوه بهرنیان چې له پورته منزلونو څخه یې لاندې ټوپ کړي دي، ټپیان شوې دي.

خو تر دې دمه طالبانو د دې برید د وروستیو تلفاتو شمېر له رسنیو سره نه‌دی شریک کړی.

د کابل په شهرنو کې پر لونګان هوټل د برید مسوولیت داعش منلی دی

بل لور ته په افغانستان کې د ملګرو ملتو مرستندویه پلاوي (یوناما) پرون ناوخته په ټویټر کې دا حمله وغندله او ویې لیکل چې په افغانستان کې تاوتریخوالی د څلوېښت کلنې جګړې د کړاوونو له اوږدولو پرته بل هدف نه‌لري.

د کابل په شهرنو کې پر لونګان هوټل د برید مسوولیت داعش منلی دی او ویلي یې دي چې، دوو تنو یې دا برید ترسره کړ.

تر حملې وروسته د چین د بهرنیو چارو د وزارت ویاند وانګ وین بین وویل چې، د افغانستان امنیتي وضعیت ته په کتو له چینایانو څخه غواړي چې هرڅومره چې ژر کیږي له دې هېواده دې ووځي.

د کابل په شهرنو کې د بريد انځور
د کابل په شهرنو کې د بريد انځور

د طالبانو حکومت بیا وایي چې په افغانستان کې د بهرنیو امنیت ته ژمنتیا لري او ډاډ ورکوي چې د داسې بریدونو د تکرار مخه به نیول کېږي.

"ټولو هېوادو ته د چین په شمول ډاډ ورکوو چې دښمن تاسو ته زیان نه‌شي اړولی.

د طالبانو ویاند ذبیح اله مجاهد ازادي راډیو ته وویل: "ټولو هېوادو ته د چین په شمول ډاډ ورکوو چې دښمن تاسو ته زیان نه‌شي اړولی. دا پېښه چې وشوه ډېرو بهرنیانو ته په‌کې زیان نه‌دی رسېدلی خو موږ موضوع ته ډېر متوجه شو. په افغانستان کې د ټولو بهرنیو امنیت ډېر مهم دی. موږ به د دښمن د هر راز فعالیت مخه ونیسو چې بهرنیو ته زیان وا نه‌وړي."

مجاهد ټینګار وکړ چې داعش د افغانستان لپاره ستر ګواښ نه‌دی او دا ډله د دوی حکومت ته خنډ نه‌شي جوړولی.

داعش د دوشنبې د ورځې تر برید مخکې هم په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال بهرنیان په نښه کړې دي.

دې ډلې د دسمبر په دوهمه په کابل کې د پاکستان پر سفارت حمله وکړه چې د پاکستان شارژدافیر له دې بریده روغ ووت او یو ساتونکی یې سخت ټپي شو.

د سپتمبر په پنځمه دې ډلې په کابل کې د روسیې پر سفارت د برید مسوولیت هم ومانه چې په هغه برید کې د روسیې د سفارت د دوو کارکوونکو په ګډون شپږ تنه ووژل شول.

د میلیټنټ بنسټ د یاغیانو د فعالیتونو څارنه کوي، د دې بنسټ غړی لوکاس ویبر وایي، د کابل په شهر نو کې برید لومړۍ حمله ده چې د داعش له لورې د چین پر ګټو ترسره کېږي.

چین له هغو څو محدودو هېوادو څخه دی چې د دوه زره یو ویشتم کال د اګست په پنځلسمه د طالبانو له بیا واکمنۍ راوروسته یې په کابل کې خپل سفارت پرانیستی پرې ایښی دی خو لا یې هم د طالبانو حکومت په رسمیت نه‌دی پېژندلی.

XS
SM
MD
LG