د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۲۲

چارواکي: په زابل کې د کرونا مثبتې پېښې بیا ډېرې شوي


د افغانستان په عمومي نقشه کې د زابل ولایت موقعیت
د افغانستان په عمومي نقشه کې د زابل ولایت موقعیت

په زابل کې د عامې روغتیا ریاست وايي، په دغه ولایت کې د کرونا مثبتې پېښې یو وار بیا ډېرې شوي دي.

په زابل کې د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا ريیس ډاکتر عبدالحکیم حکیمي نن ازادي راډیو ته وویل چې په وروستیو درېیو میاشتو د ۷۰۰ تنو کرونا تشخیص شوې او څو تنه ورڅخه مړه شوي دي.

هغه وویل: "په وروستیو درېیو میاشتو کې د کرونا پېښو شدت موندلی، ۷۰۰ مثبتې پېښې ثبت شوي، د ۵۰ تنو درملنه په روغتون کې شوې او څلور تنه له دې ناروغۍ مړه شوي دي."

ده په عین حال کې وویل چې په زابل کې یوازیني روغتون چې د کرونا د ناروغانو درملنه کوله د مالي ستونزو له کبله تړل شوی دی.

XS
SM
MD
LG