د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۳۰ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۲

نن د افغانستان او سرېلانکا ترمنځ د کرېکټ سيالۍ پيليږي


افغان کرېکټ ملي لوبډله
افغان کرېکټ ملي لوبډله

ټاکل شوې ده چې د سرېلانکا په کوربه‌توب د افغانستان او سرېلانکا د درو یو ورځنیو سیالیو لړۍ نن پیل شي.

د افغانستان د کرېکټ بورډ د پخواني اجرايي رئیس شفیق ستانکزي په باور دا سیالۍ له دې کبله مهمې دي چې نړیوال ۵۰ اوره جام ته د افغان لوبډلې په غوراوي کې رول لري.

درې واړه سیالۍ به د سرېلانکا په پالیکیل لوبغالي کې وشي.

افغان کرېکټ ملي لوبډله مخکې سرېلانکا ته رسېدلې ده او د کرېکټ بورډ مسؤلينو ويلي چې لوبغاړو يادې سيالۍ ته پوره چمتووالی نيولی دی.

XS
SM
MD
LG