د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۳۰ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۵۸

افغان چټک توپ اچوونکی فضل الحق فاروقي د اسټراليا په بېګ بش شل اوريز ليګ کې لوبیږي


افغان تېز توپ اچوونکی فضل الحق فاروقي
افغان تېز توپ اچوونکی فضل الحق فاروقي

د افغانستان د کرېکټ د ملي ټيم چټک بالر فضل الحق فاروقي د اسټرالیا په بېګ بش تجارتي شل اوریز لیګ کې لوبیږي.

بېګ بش په خپله فېسبوک پاڼه د سیډني ټنډر د ټیم او فضل الحق فاروقي تر منځ د تړون خبر خپور کړی.

فاروقي لومړنی چټک افغان بالر دی چې د اسټرالیا په تجارتي لیګ کې اخیستل شوی.

تر دې مخکې څو مشهوره ورو/ سپېنر افغان بالران راشد خان، مجیب الرحمن، محمد نبي، قیس احمد او نوراحمد په اسټرالیا کې لوبېدلي.

XS
SM
MD
LG