د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۳۰ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۴۰

کرېکټ؛ افغانستان سبا له اسټراليا سره لوبه کوي


افغان کرېکټ ملي لوبډله په استرالیا کې د نړیوال کرېکټ سیالیو پر مهال
افغان کرېکټ ملي لوبډله په استرالیا کې د نړیوال کرېکټ سیالیو پر مهال

د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډله د کرېکټ په شل اوره نړیوال جام سیالیو کې سبا جمعه له استرالیا سره لوبه کوي.

دغه لوبه به د افغانستان په وخت د غرمې په دولس نیمو بجو د استرالیا د ادیلاید ښار د کرېکټ په لوبغالي پیل شي.

دا به په دې جام کې د افغانستان وروستۍ لوبه وي.

تردې مخکې افغان لوبډلې د څلورو لوبو څخه هیڅ یوه یې نه‌ده ګټلې.

له ایرلنډ او نیوزیلنډ سره دوه لوبې یې د باران له امله لغوه شوي اودوه نورې يې انګلستان او سرېلانکا ته یې بایللي دي.

د دې جام لوبو په ترڅ کې نن پاکستان له جنوبي افریقا سره لوبه کوي.

XS
SM
MD
LG