د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۳۰ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۰

د افغانستان او ايرلنډ کرېکټ لوبه د باران له امله لغوه شوه


افغان کرېکټ ملي لوبډله
افغان کرېکټ ملي لوبډله

تمه وه لوبه د افغانستان په وخت د سهار په اته نیمو پيل شوې وای،خو په ملبورن ښار کې د هوا د خرابولي او دوامداره اورښت په سبب د لوبې د ترسراوي چارواکو بلاخره پرېکړه وکړه چې لوبه لغوه اعلان کړي.

په دې ترتیب ایرلند او افغانستان دواړو ته یوه یوه نمره ورکړل شوه.

ایرلند اوس د اې ګروپ په دویم مقام کې دی.

افغانستان چې لومړۍ لوبه یې په انګلستان بایللې وه او دویمه لوبه یې هم د باران له کبله له نیوزیلند سره لغوه شوه د جدول په وروستي مقام کې دی.

د افغانستان د ټیم کپټان محمد نبي وویل په دې خپه دی چې لوبه یې لغوه شوه خو نورو را روانو لوبو ته به په تمه وي.

د افغانستان دوه نورې لوبې په نړیوال جام کې پاتې دي.

د نومبر په اوله له سریلانکا سره په بریسېبن ښار کې مخ کېږي او د نومبر په څلورمه له اسټرالیا سره په اډېلایډ ښار کې لوبه کوي

XS
SM
MD
LG