د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۳۰ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۶

د کرکټ نړیوال جام سیالۍ؛ افغانستان خپله لومړۍ سیالۍ انګلستان سره کوي


د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله

د کرکټ د شل اورونو د نړیوال جام لوبو غوره پړاو لوبې سر له سبا پیلېږي چې په دې ترڅ کې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله له انګلستان سره او کوربه استرالیا له نیوزیلنډ سره مسابقه کوي.

د انګلستان د کرکټ د ملي لوبډلي الراونډر سام کرن رسنیو ته په استرالیا کې وویل چې افغانستان پياوړې لوبډله ده او له دې ټیم سره به مسابقه د دوی لپاره اسانه نه وي.

انګلستان چې د پنځوس اورونو اتل ټیم دی، په تېرو شاوخوا دوو کلونو کې د شل اورونو د ملي ټیمونو په کتار کې کله د لومړي ټیم په حد امتیازات خپل کړي، کله هم د دوهم ټیم.

د کرکټ د شل اورونو نړیوال جام لوبو پایلوبه به د نومبر په دیارلسمه ترسره شي.

XS
SM
MD
LG