د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۳۵

خلک: له دوو میاشتو راهیسې د کونړ په ځینو سیمو کې برښنا پرې شوې


کونړ کې د مناګي د برښنا بند
کونړ کې د مناګي د برښنا بند

د کونړ ولایت یو شمېر اوسېدونکي وايي، له تېرو نږدې دوو میاشتې راهیسې په مرکز اسعداباد او نږدې سیمو کې برښنا پرې شوې.

د کونړ ولایت مرکز اسعداباد او نږدې پرتو ولسوالیو وټه‌پور او پېچ درې ځینې کلي چې د مناګي برښنا کوټ ورغلي برښنا روښانه کول، له تېرو نږدې دوو میاشتو راهیسې تیاره دي.

د سیمې خلکو ازادي راډیو ته ویلي، نه پوهېږي چې بنسټیزه ستونزه څه ‌ده، خو د دوی په خبره له کله چې برښنا پرې شوې، بېلابېلو ستونزو لاس و ګرېوان دي.

د کونړ یو اوسېدونکی ضیاالرحمن سپین غر وویل: "په ښار کې هټیوال جنراتورونه چالانوي، چاپېریال ککړ شوی، لوګي او شور دی. بله خبره دا چې د خلکو په اقتصاد یې هم ناوړه اغېزه کړې ده. وړاندې به هټۍ شپې تر ناوخته پرانیستې وې، خو اوس ماښام ځکه بندېږي چې د رڼا ستونزه ده."

د اسعداباد ښار یو بل اوسېدونکی اباسین سېلاب بیا وايي، د برښنا پرې کېدو د دوی ورځنۍ چارې ټکنۍ کړي او تر خوا یې هغه کارونه چې برښنا پورې تړلي، په ټپه ولاړ دي.

سېلاب وویل: "دلته خو ډېر دکاندارن شته چې خپل کارونه د برښنا په وسیله مخته وړي. خیاطان دي، موبایلو والا دي، د برقي الاتو پلرونکي دي او ډېر داسې نور دکانداران هم شته چې د بې برقۍ له امله یې کارونه په ټپه ولاړ دي او نه شي کولای مخته یې یوسي."

د اسعداباد اوسېدونکی عبدالتواب ژمن له طالب چارواکو غواړي، دا ستونزه ژر حل کړي.

هغه وویل: "د اسعداباد ښاریان په ډېرو ستونزو کې ژوند تېروي. موږ په چارواکو او د برښنا په شرکت او وزارت غږ کوو چې د کونړ ستونزې جدي وګڼۍ. د ولسونو دا لوی مشکل درک او ورته د حل لار ولټوئ."

د برښنا رییس شهاب‌الدین یاسر ازادي راډیو سره په خبرو کې ومنله، چې په خلکو برښنا پرې شوې، خو دا یې لامل هغه شرکت ګڼي چې د مناګي برښنا بند یې جوړ کړی دی.

یاسر وايي: "کوم قرارداد چې حکومت له قراردادي شرکت سره کړی و، قراردادي په کیفیت کار نه دی کړی، ستونزي لري، تر هغه چې دا ستونزې حل نه‌شي، موږ برښنا ځان ته نه‌شوو حواله کولای. کله چې دا ستونزې حل شي، موږ به یې حواله کړو، قرارداد هم پوره شوی دی. د برښنا ماشینونه دواړه له کاره لوېدلي. که قراردادي دا ماشینونه دواړه ورغوي، موږ ته به حواله شي."

د ازادي راډیو خبریال هڅه وکړه چې د مناګي برښنا کوټ قراردادي شرکت له مسوولانو سره هم خبرې وکړي، خو بریالی نه‌شو.

د کونړ ولایت مرکز اسعداباد او نږدې پرتو ولسوالیو وټه‌پور او پېچ درې ځینې کلي چې د مناګي برښنا کوټ ورغلي برښنا روښانه کول، له تېرو نږدې دوو میاشتو راهیسې تیاره دي.
د کونړ ولایت مرکز اسعداباد او نږدې پرتو ولسوالیو وټه‌پور او پېچ درې ځینې کلي چې د مناګي برښنا کوټ ورغلي برښنا روښانه کول، له تېرو نږدې دوو میاشتو راهیسې تیاره دي.

د مناګي بند برښنا کارونه نږدې لس کاله وړاندې پیل شوي و، خو څو ځله په کارونو کې د نیمګړتیاوو او ستونزو له امله ودرېدل، تر دې چې د جمهوري نظام په وروستیو کې په ازمایښتي ډول له دې بند د برښنا تولید پیل شو، خو اوس بیا درېدلی دی.

د مناګي برښنا بند د ۲،۱ میګا واټه برښنا د تولید ظرفیت لري، خو د ۱۳۹۷ کال په لړم میاشت کې د ازادي راډیو له‌خوا د جوړ شوي راپور پر بنسټ چې د سیمې د خلکو او د ولایتي چارواکو له قوله جوړ شوی، د مناګي د برښنا بند ډیزاین د اته مېګا واټه برښنا د تولید لپاره جوړ شوی و، بیا کله چې پرې عملي کار پیلېده دا ظرفیت‌يې ۲،۱ کېلو واټ ته راټیټ کړای شو .

هغه مهال هم د دې بند د کارونو د کیفیت په اړه د سیمې خلکو او ځايي ولایتي چارواکو نیوکه درلوده.

XS
SM
MD
LG