د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۳۰ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۲۳

د کرکټ اسیا جام سیالۍ؛ سریلانکا افغانستان ته ماتې ورکړه


د افغانستان او سریلانکا د لویو یو انځور
د افغانستان او سریلانکا د لویو یو انځور

د کرکټ د اسیا جام سیالیو په دوهم پړاو کې پرون سریلانکا د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې ته په څلورو ویکټو ماتې ورکړه.

لومړی توپ وهنه افغان لوبغاړو پیل کړه چې په توپ وهونکو کې رحمت اله ګربز ۸۴، ابراهیم ځدراڼ ۴۰ منډې وکړې او ټولې لوبډلې په ټاکلیو شلو اورونو کې ۱۷۶ منډې سیالې لوبډلې ته هدف وټاکه، خو دې هدف ته سریلانکا د شپږو لوبغاړو په سوځېدو ورسېده.

د افغانستان د کرکټ بورډ د رسنیو د برخې مسوول او ویاند فرید هوتک تېره شپه ناوخته تر لوبې وروسته ازادي راډیو ته د دې لوبې په تړاو وویل: "د افغانستان او سریلانکا د کرکټ د ملي لوبډلو ترمنځ په دوهم پړاو کې، ډېره په زړه پورې لوبه وشوه او له سختې لوبې وروسته په ډېرو مشکلاتو سریلانکا وکړای شوای چې د افغانستان هدف ته ځان ورسوي. تر دې وروسته به افغانستان له پاکستان او هند سره خپلې لوبې ترسره کړي."

له پاکستان سره د افغانستان لوبه د چهارشنبې او له هند سره د پنجشنبې په ورځ ده.

د اسیا جام د لومړي پړاو په سیالیو کې افغانستان سریلانکا ته سخته ماتې ورکړې وه، خو پرون افغان بالران وته توانېدل چې د ټاکلي یوسل او شپږ اویا هدف دفاع وکړي.

د اسیا جام کرکټ لوبې د اګست په اووه ویشتمه پیل شوې او د سپټمبر تر یولسمې پورې په متحد عربي اماراتو کې روانې وي.

د افغانستان او سریلانکا ترڅنګ په دې جام کې د هند، پاکستان، بنګله دیش او هانګ کانګ لوبډلو برخه اخیستې وه چې په لومړي پړاو کې د بنګله دیش او هانګ کانګ لوبډلې اوټ شوې.

نن به د دې جام دوه پیاوړې لوبډلې، هند او پاکستان لوبه کوي، په لومړي پړاو کې هند پاکستان ته ماتې ورکړې وه.

XS
SM
MD
LG