د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۰۰

د افغانستان د نجونو روباټیک ټیم لس غړي له کابله قطر ته لاړل


د افغانستان د نجونو د روباټیک ټیم غړي
د افغانستان د نجونو د روباټیک ټیم غړي

د افغانستان د نجونو د روباټیک ټیم لس غړي تازه له کابله قطر ته د زده کړو لپاره لاړل.

فرشته بهادر هغه نجلۍ چې تازه د افغانستان د روباټیک ټیم د غړیتوب ترڅنګ قطر هېواد ته رسېدلې.

فرشته او ۹ نورې همکارانې یې تازه د لوړو زدکړو لپاره د قطر هېواد بورسیې ترلاسه کړي.

فرشته وايي، دا او نورې ملګرې یې خوشحاله دي چې په دغو سختو شرایطو کې یې له افغانستان نه بهر د زده کړو لپاره چانس ترلاسه کړی.

هغه زیاتوي: "زیاته هڅه به وکړم څو له دې فرصت نه استفاده وکړم او د افغانستان لپاره ویاړ راوړم."

دغو نجونو چې تازه د قطر پوهنتونو ته لاره پیدا کړې د افغانستان له بېلابېلو ولایتونو څخه دي.

د دوی له ډلې یوه بله بصیره افغانزۍ ده.

نوموړې ازادي راډیو ته وویل: "موږ له لوړو زدکړو وروسته انشالله بېرته خپل هېواد ته راګرځو. له نړیوالو غواړو چې نور افغان نجونو ته هم د زدکړو زمینه برابره کړي."

د افغانستان د روباټیک ټیم دغه لس غړې به د ساینس او انجینرۍ په برخه کې په قطر هېواد کې لوړې زده کړې وکړي.

د افغانستان د روباټیک ټیم هم په یوې اعلامیې کې ویلي چې دغه لس نجونې به د روباټیک په نړیوالو لوبو کې چې د هغې له ډلې یو هم (فرستټ ګلوبل) سیالۍ دي ګډون وکړي.

له بلې خوا د افغانستان د مېرمنو لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت استازې رینا امیري د قطر هېواد له دغه اقدام نه هرکلی کړی.

هغې په خپل ټوېټر لیکلي چې پر افغان مېرمنو او نجونو پانګونه په ټوله کې د یو باثباته افغانستان لپاره پانګه ده.

د افغانستان د نجونو روباټیک ټیم په ګڼو نړیوالو لوبو کې برخه اخیستې چې مډالونه او جایزې یې هم ګټلي.

د معلوماتو له مخې، اوسمهال د افغانستان د روباټیک ټیم ۱۶غړې په قطر کې دي.

XS
SM
MD
LG