د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۳۰

ايرش اينډيپنډنټ: د طالبانو په واکمنېدو سره اقتصادي ناورين رامنځته شوی


آرشیف: په کابل وچې ډوډۍ ته منتظرې مېرمنې او ماشومان
آرشیف: په کابل وچې ډوډۍ ته منتظرې مېرمنې او ماشومان

ايرش انډيپنډنټ:

ايرش انډیپنډت ورځپاڼې په یوه مطلب کې د افغانستان دننه اقتصادي او بشري وضعیت ته کتنه کړې ده.

لیکوال د پلازمېنې کابل په یوه څنډه کې هغه زرګونه کسان انځور کړي چې د یوه نړیوال خیریه بنسټ د خوراکي موادو مرستو ته په اوږدو لیکو کې منتظر دي.

دا ټول ولاړ کسان یوازې په همدې فکر کوي چې څنګه د بې وزلۍ او لوږې د زیاتېدو پر مهال ژوندي پاتې شي.

د مطلب په دوام راغلي، چې په صف کې ولاړې هرې کورنۍ ته یوه بوجۍ اوړه، لږ اندازه غوړي، لوبیا او مالګه ورکول کېږي.

مطلب کې د یوې مېرمنې خبرې را اخیستل شوي چې خپلې وړې لور ته یې اشاره کړې او ویلي یې دي، که مرسته ورسره ونه شي، لور به یې له لوږې مړه شي.

لیکوال ویلي، د دغې مېرمن خاوند بې کاره دی، خو دی او مېرمنه یې دواړه مکلف دي چې شپږو ماشومانو ته خواړه برابر کړي.

ملګري ملتونه اټکل کوي، چې افغانستان کې دا مهال ۱۸ میلیونه کسان له شدیدې لوږې سره مخامخ دي او بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.

ايرش انډیپنډنټ لیکي، د تېر کال له اوړي راهیسې چې طالبان بیا په افغانستان کې واک ته رسېدلي، دغه هېواد له اقتصادي او بشري ناورین سره مخامخ شوی دی.

یوه مرسته کوونکي چارواکي ورځپاڼې ته ویلي، نړیوال وروسته تر هغه له طالبانو سره بشري مرستو ته زړه نازړه شوي چې طالبانو پر ښځو بېلابېل محدودیتونه وضع کړي دي.

دمواين رجستر:

دمواین رجستر انلاین خپرونې په یوه مطلب کې له افغانستانه د یوې موډلې پر تیښته لیکنه کړې ده.

په لیکنه کې راغلي، چې لیلا ناصري د تېر کال د اګست په وروستیو کې د امریکا د ایووا ایالت مرکز دمواین ته رسېدلې.

نوموړې خپرونې ته ویلي، له کله نه یې چې افغانستان پریښی، خبره شوې ده چې طالبانو یې دوه همکارانې چې موډلې وې، وژلي دي.

د مطلب لیکوال پر ښځو د طالبانو له خوا لګول شویو بندیزونو ته اشاره کړې او زیاته کړې ده، چې له شپږم ټولګي پورته نجونې له میاشتو میاشتو راهیسې له درسونو بې برخې دي.

لیلا ناصري او لسګونه زره نور افغانان هغه مهال امریکا او اروپایي هېوادونه له افغانستانه و ایستل چې طالبان پر افغانستان واکمن شول.

ځینو دغو تخلیه شویو کسانو شکایتونه کړي، چې د پناه اخیستنې چارې یې ټکنۍ مخته روانې دي.

XS
SM
MD
LG