د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۵ غبرګولی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۶

په ننګرهار کې د کانال مالدارۍ فارم د شيدو کچه لوړه شوې


ارشیف
ارشیف

د ننګرهار د کانال اړوند مالدارۍ فارم د شيدو کچه تر پخوا نېږدې دوه برابره لوړه شوې ده.

د ننګرهار د کانال اړوند مالدارۍ فارم چې پر شااوخوا ۱۷ جریبه ځمکه په دولتي کچه د څو لسيزو پخواني جوړ شوی فارم دی، د بېلابېلو نسلونو د غواګانو روزنه او پالنه په کې کېږي.

دمګړۍ دغه فارم ۲۶۰ غواګانې لري چې له ډلې يې ۵۰ غواګانې شيدې ورکوي.

د ننګرهار د کانال وادي کرنیز شرکت د مالدارۍ فارم امر شکرالله نورزي ازادي راډيو ته وویل، چې په اوس وخت کې دغه فارم ته د زیاتې پاملرنې له امله دوی هره ورځ له ۵۰۰ تر ۵۵۰ لیټره شیدې تولیدوي او هیله لري چې دا کچه به همدا سږکال ۷۰۰ لیټرو ته ورسېږي.

هغه وویل: "مونږ تېر کال په همدې موده کې ۳۰۰ لیټره شیدې تولودولې، اوس خوشبختانه له ۵۰۰ تر ۵۵۰ لیټرو شیدو تولید لرو او هیله لرو چې د تولید دا کچه ۷۰۰ لیټرو ته ورسېږي، ځکه مونږ ډېرې بلاربې غواګانې لرو، نو که دا هم په حاصل راشي نو د تولیداتو کچه مو نوره هم لوړېږي."

د حیواني روغتیاپالانو په باور، د مالدارۍ د تولیداتو په لوړوالي کې په سالمه توګه د مالونو ساتل او په وخت درملنه هم د پام وړ رول لري.

د ننګرهار د مالدارۍ فارم ډاکتر محمداګل د دې فارم روغتيایي برخې ته په ځانګړې پاملرنې هر ډول حیواني ناروغیو درملنې ته د پوره چمتوالي د ډاډ ترڅنګ، د لاډېر لاسنیوي غوښتنه کوي.

هغه زیاتوي: "د میتابلوکي ناروغیو داسې اغېز نه لرو او د ویروسي خاص ستونزه نه لرو، ویروسي ناروغیو ته مونږ مخکې له مخکې تدابیر نیولي داسې خاص مشکل نه لرو انشاالله او دغه بروسلوزیس واکسین به پخوا د زراعت زیاست لخوا راکول کېدل خو سږ کال یې درک نه شته، اکثر به یې وړو خوسکیانو ته کول چې له کار کم عمره دي."

اخوا د ياد فارم کارکوونکي بیا د دايمي کاريګرو، واښو او نورو خواراکي توکو او برېښنا کمښت هغه څه یادوي چې د دوی د کارونو پر وړاندې ننګونې دي او د حل غوښتنه يې کوي.

نور محمد خان چې د کانال وادي شرکت د مالدارۍ فارم یو کارکوونکی دی، وایي چې که د دایمي کاریګرو شمېر زیات او د واښو او نورو اړینو خواکي توکو په تړاو له شرکتونو سره قراردادونه وشي نو هم به یې چارې اسانې شي او هم به د مالدارۍ سمه ساتنه او پالنه شوې وي.

هغه وویل: "ماشاالله د مالدارۍ اندازه مخ په ډېرېدو ده، په شته کاریګرو ورته رسېدنه سخته ده، په موقتي کاریګرو کار سم پرمخ نه شو وړی، ځکه چرته د فني کارګر کار او چرته د موقتي کارګر کار، دانه بابو ته اړتیا ډېره ده چې خپله باید کانال شرکت دانه باب تولید کړي، اوس وخت کې مو مشرتابه له شرکتونو سره په طرحو هم کار کړی څو اړتیاوې مو پوره شي."

په همدې حال کې د کانال وادي کرنيز شرکت مسوولانو هم له ازادي راډيو سره د خپلو معلوماتو شریکولو په وخت کې د مالدارۍ فارم د اړتیاو بشپړولو ډاډ ورکوي.

د ياد شرکت د مسوولينو د معلوماتو له مخې، هڅې يې دا دي چې په راتلوونکي کې د مالدارۍ فارم لپاره په همغه سيمه کې داسې يوه فابريکه جوړه کړي چې بېلابېل ډوله حيواني توکي توليد او پروسس کړای شي.

XS
SM
MD
LG