د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۲

ريليف ويب: افغانستان له بېساري بشري ناورين سره مخامخ شوى


آرشیف: په کابل کې وچې ډوډۍ ته منتظرې مېرمنې او ماشومان
آرشیف: په کابل کې وچې ډوډۍ ته منتظرې مېرمنې او ماشومان

ريليف ويب:

ریلیف ویب خپرونې لیکلي، چې افغانستان له بې ساري بشري ناورین سره مخامخ شوی دی.

د خپرونې په لیکنه د دې ناورین لاملونه خراب اقتصادي وضعیت، طبیعي پېښې او کورونا وبا دي چې ورسره نیستۍ هم زیاته شوې ده.

د لیکنې په دوام کې راغلي، ۲۰۲۱ کال کې څه باندې ۷ لکه افغانان له خپلو مېنو بې ځایه شوي چې د خپرونې په باور ۸۰ فیصده یې ښځې او ماشومان دي.

ریلیف ویب لیکلي، دا مهال په ټول افغانستان کې د بې ځایه شویو کسانو شمېر درې میلیونه او څلور لکه اټکل شوی دی.

وړاندې راغلي، سږ کال په افغانستان کې نږدې ۲۴ نیم میلیونه کسان بشري مرستو ته اړتیا لري.

د ازادۍ راډیو یو شمېر اورېدونکو هم ویلي، چې تېرو څو میاشتو کې یې ژوند له اقتصادي پلوه خراب شوی دی.

ډيجيټل ژورنال:

ډیجیټل ژورنال په افغانستان کې تر شپږم ټولګي د پورته نجونو د ښونځیو بندېدو ته کتنه کړې.

د لیکنې په سرلیک کې د اروپایي ټولنې دا اندېښنه را اخیستل شوې چې ویلې یې دي، طالبان د نجونو د ښونځیو په اړه د افغانانو غوښتنو ته غوږ نه ږدي.

ډیجیټل ژورنال د فرانسپریس په حواله لیکلي، طالبانو د نجونو د تعلیم په بندېدو سره په نړیواله کچه دوی ته د مشروعیت ورکولو چاره نوره هم سخته کړې ده.

طالبانو د تېر حمل یا وري میاشتې په لومړیو کې تر شپږم ټولګي د نجونو ښونځي پرانيستل، خو له هغه پورته یې دویم امر ته منتظر کړل چې دادی نژدې دوه میاشتې پرې واوښتې.

په لیکنه کې د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې د ځانګړي استازي توماس نیکولسن خبرې را اخیستل شوي چې ویلې یې دي، دا چې طالبانو تعلیم ته د نجونو لاس رسی بند کړی، زمونږ د مشرانو په ذهن کې دا شکونه راپورته کېږي چې طالبان څومره په خپلو ژمنو ولاړ دي.

وړاندې له فرانسپریس سره د نیکولسن د مرکې پر بنسټ راغلي، طالبانو داسې حکومت جوړ کړی چې د خپلو خلکو غوښتنو ته غوږ نه ږدي.

طالبانو ویلي، دوی د نجونو د تعلیم خلاف نه دي، خو ښونځي یې د دې لپاره ځنډولي چې د دوی په ټکو نجونو ته د خوندي تعلیم شرطونه برابر کړي.

دوی ویلي، د نجونو د ښونځیو په اړه پر یوه طرحه هم کار کوي، خو د دې طرحې د پرمختګ په اړه څه نه دي ویل شوي او د ښونځیو د پرانیستو ښکاره څرک هم نه ښکاري.

د اروپایي ټولنې استازو ویلي، که طالبان د نجونو ښونځي پرانیزي او د نجونو او ښځو نور حقونه ورکړي، نړیوال ډګر کې یې د رسمیت پیژندنې لپاره ګټور دی.

XS
SM
MD
LG