د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۷

سيګار: د طالبانو له بيا واکمنېدو وروسته افغانستان کې سلګونه زره کسان بېکاره شوي


د بېکاره شويو کسانو شمېر يو ميليون اټکل شوی دی.
د بېکاره شويو کسانو شمېر يو ميليون اټکل شوی دی.

د افغانستان د بیا رغونې پر چارو د امریکا د سرمفتش دفتر یا سیګار وایي، له کله چې طالبان پر افغانستان بیا واکمن شوي، په دې هېواد کې په سلګونو زره کسانو خپلې دندې او کارونه له لاسه ورکړي دي خو د طالبانو د حکومت چارواکي یې پر افغانستان د نړیوالې ټولنې له خوا لګول شوي بندیزونه عمده علت بولي.

د افغانستان د بیا رغونې پر چارو د امریکا د سرمفتش دفتریا سیګار وایي، د ملګرو ملتونو د کار د نړیوال سازمان د وروستیو ارزونو له مخې په افغانستان کې د تېر۲۰۲۱ کال په وروستیو دریو میاشتو کې له پنځه لکه زیاتو کسانو په دې هېواد کې خپلې دندې او کارونه له لاسه ورکړي دي.

سیګار دا خبره پرون په دوو ټویټونو کې کړې او په دې هېواد کې په روان کال کې د لا زیاتو کسانو د وزګار کېدو خبر ورکوي.

سیګار ویلي، اټکل کېږي چې د روان ۲۰۲۲ کال تر دوبي پورې به د هغو کسانو شمېر د اوه لکه او نهو لکو ترمنځ وي چې واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته خپلې دندې او کارونه له لاسه ورکوي.

سیګار ویلي، په ځانګړې توګه ښځې ډېرې اغېزمنې شوي او اټکل کوي چې د ښځینه کار کونکو شمېر به د روان کال تر دوبي ۲۱ سلنه کم شي.

حميده احمدي چې تېر حکومت پر مهال يې دنده د رلوده، اوس بوټان پالش کوي او دنده نه لري.
حميده احمدي چې تېر حکومت پر مهال يې دنده د رلوده، اوس بوټان پالش کوي او دنده نه لري.

د سیګار د دغه بیان په اړه مو تېره شپه د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد وپوښت.

نوموړي که څه هم دا مشخص ونه ویل چې واک ته د طالبانو له رسېدو راهیسې څومره کسانو خپلې دندې له لاسه ورکړي او وزګارشوي، خو دا یې ومنله چې ډیرو کسانو خپل کارونه له لاسه ورکړي او علت یې هم په دې هېواد کې اقتصادي ستونزې وبللې چې د ده په وینا تر ډېره د نړیوالو له خوا د لګول شویو بندیزونو په نتیجه کې رامنځ ته شوي دي.

نوموړي ويلي:"لګول شوي بندیزونه، د پیسو کنګل کېدل او همدارنګه په بانکي چارو کې ستونزې د دې سب شوي چې سوداګري هم اغېزمنه شي او هم کار او شغلونه زیانمن شي. دا هغه ستونزې دي چې بیکاري او هم یې فقر زیات کړی."

ښاغلي مجاهد زیاته کړه چې نړیوال باید د دوی په وړاندې د خصمانه پالیسۍ پر ځای د همکارۍ لاره غوره کړي، لګول شوي بندیزونه لیرې کړي ترڅو اقتصادي وضعیت ښه او خلکو ته د کار زمینې برابرې شي.

که څه هم مخکې له دې چې طالبان بیا پر افغانستان واکمن شي، په تېر حکومت کې هم بېکاري یو لویه ستونزه ګڼل کېده خوله دې هېواد سره د نړیوالو مرستو د دوام په نتیجه کې ډېرو خلکو ته کاري فرصتونه ایجاد شوي و چې د دغو مرستو له بندېدو او د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان باندې د لګول شویو بندیزونو په نتیجه کې ډېر نور کسان هم پر وزګاره کسانو ور زیات شوي او اقتصادي فعالیتونو ټکني شوي دي.

XS
SM
MD
LG