د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۱

څنګه نارینه د کور ښځینه‌و ته د زده کړو فرصت برابرولی شي؟


د عکس ښي لور ته رحمانیه سحر او چپ لور ته شفیق الله سحر
د عکس ښي لور ته رحمانیه سحر او چپ لور ته شفیق الله سحر

په افغانستان کې مخکې هم د نجونو او مېرمنو لپاره د زده کړو ډېر فرصتونه نه وو، په ډېرو کلیوالو سیمو کې ښوونځي او پوهنتونونه نه وو او که وو هم، ډېر کله د کور نارینه‌و نجونې او مېرمنې نه ور پرېښودلې.

د ځوان فکر په خپرونه کې په دې موضوع بحث کوو چې ولې ځینې نارینه د خپل کور د نجونو او مېرمنو د زده کړو په وړاندې بې تفاوته دي؟ یا حتا مخه یې نیسي؟

په دې به هم له خپلو مېلمنو سره وغږېږو چې څنګه کېدلای شي نارینه د خپل کور نجونې او مېرمنې لوړو زده کړو ته وهڅوي او فرصت ورته برابر کړي؟

د خپرونې مېلمانه مو رحمانیه سحر او ورور یې شفیق الله سحر دي چې ورور او د کورنۍ نورو نارینه و یې د زده کړو په برخه کې ډېره مرسته ورسره کړې ده، مدني فعاله ډاکتره عزیزه وطنوال عزیزي او د کتاب لوست بنسټ مشر ادریس سیاوش دي.

د ځوان فکر خپرونه د لاندې غږیز فایل په کلېک کولو سره اورېدلای شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:26:15 0:00

XS
SM
MD
LG