د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۰۰

خوست کې ګنډونکي: کارو بار مو غوړېدلی


انځور: خوست کې د کاليو ګنډونکي
انځور: خوست کې د کاليو ګنډونکي

په خوست کې خیاطان او د خیاطیو مسوولان وايي، چې د تېر په پرتله يې دې اختر ته کاروبار ښه شوی دی.

دوی وايي، ډېریو ځوانانو سږني اختر ته د یو جوړ جامو پر ځای ځانونو ته په بېلابېلو ډیزاینونو کې څو، څو جوړې کړي او غواړي کوچنی اختر په ښایسته جامو کې ونمانځي.

په خوست کې د یوې خیاطۍ مسوول شاهد احساس مشال راډیو ته وویل، سولې او ارامۍ خلک په تېره ځوانان راتلونکې ته هیله من کړي دي او فکر کوي چې ممکن په افغانستان کې کرار، کرار د کار او ژوند شرایط ښه شي.

نوموړي زیاته کړه: "موږ د خیاطۍ لپاره مختلف رختونه لکه پاکستاني، انډیا والا، جاپاني او چینايي رختونه راوړي دي، د تېر کال په نسبت سږ کال زموږ سیزن ډېر بهتر دی، خلک هیلې او امیدونه لري، ځکه ارامي او سوله ده، ښه ښه لباسونه يې د ځانونو لپاره جوړ کړي دي، غواړي چې په اختر کې له دغو لباسونو خوند واخلي، ښه ښه ډیزاینونه يې جوړ کړي دي."

خوست کې ګنډونکي وايي، خلک بېلابېل فرمايشونه ورکوي
خوست کې ګنډونکي وايي، خلک بېلابېل فرمايشونه ورکوي

که څه هم په ټوله کې په وروستیو میاشتو کې په افغانستان کې د خلکو اقتصاد کمزوری شوی، خو د خوست زرګونه اوسېدونکي چې په بهر په ځانګړې ډول عربي هېوادونو کې کار او مزدوري کوي، د هغه ګټې وټې څخه په استفادې يې خپل کورنۍ اقتصاد څه نا څه ساتلی دی.

د ننګرهار اوسیدونکی اکرام الله ناصري چې له څلورو کلونو راهیسې په خوست ښار کې خیاطي کوي وايي، خلک سولې او ارامۍ ته خوښ دي او ځینو کسانو ځانونو لپاره درې، درې جوړې هم کړي دي.

نوموړی زیاتوي، خوستي ځوانان نن سبا هندي غاړي، ځنځیري غاړې، عربي او کندهارۍ غاړو ډیزاینونه خوښوي او دوی ته چې د هر ډول لباسونو فرمایش او انځور راوړي دوی ورته هماغه شان جوړې ګنډلی شي.

خوست کې ګډونکي وايي، کارو بار يې ښه شوی
خوست کې ګډونکي وايي، کارو بار يې ښه شوی

که له یوې خوا د جامو ګنډونکو ته د بېلابېلو خارجې ډیزاینونو فرمایشونه کېږي، بل لوري ته ځینې ځوانان بیا د جامو په جوړولو کې د خپل افغاني کلتور د پالنې غوښتنه کوي.

د خوست اوسېدونکی خواجه محمد روشان وايي، زموږ ځیني ځوانان د دې پر ځای چې خپل کلتور ته وده وکړي، د پردي کتلور په پاللو کې د ځان او خلکو پرمختګ ویني.

ده له ځوانانو وغوښتل چې په جامو کې هم د پردیو څخه د تقلید پر ځای خپل افغاني ډیزاینونه وکاروي.

د خوست اوسېدونکي په ځانګړې ډول ماشومان، نجونې او ځوانان اخترونو ته نوې جامې ګنډي.

په اخترونو کې نویو کوژدن شویو ته د جوړو او نورو ښو سوغاتونو وړل هم دود دي.

XS
SM
MD
LG