د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۳ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۳

کراچۍ کې د پښتون ژغورنې غورځنګ  خپل اعتراضي پرلت ځنډولی


کراچۍ کې د پښتون ژغورنې غورځنګ 
کراچۍ کې د پښتون ژغورنې غورځنګ 

د پښتون ژغورنې غورځنګ په کراچۍ کې خپل اعتراضي پرلت د يوې بلې مياشتې لپاره ځنډولی دی.

د غورځنګ مشر منظور احمد پشتين تېره شپه پرلتوالو ته د وينا پرمهال وویل، د سند له حکومت سره یې هغه موافقه لاسليک کړې چې له مخې يې د PTM د مخکښ غړي علي وزیر د خوشې کولو او د غورځنګ د نورو غوښتنو پوره کولو لپاره د سند حکومت ته یوه میاشت وخت ورکړل شوی.

دی وايي: "زموږ د ټولو غوښتنو په اړه وکيلانو د سند له حکومت سره خبرې وکړې چې دغه دغه کارونه دې وشي. هغو له موږ سره تقريباً هر څه ومنل، خو شرط یې دا و چې د لوظنامې مواد به نه ښکاره کېږي چې بيا څوک لاس راته ونه نيسي."

منظور پشتین
منظور پشتین

پر علي وزیر د پاکستان د دولت او دولتي ادارو پرضد د ويناوو دعوې شوي او له ۱۵ مياشتو راهیسې په کراچۍ کې بندي دی، خو وزیر دا تورونه رد کړي دي.

منظور پشتين وویل، د تړون له مخې به په سند کې د 'PTM' د غړو پرضد مقدمې نه درج کېږي، پولیس به یې د پخوانیو ادعاوو پر اساس نه نیسي او پر کورونو به يې چاپې نه وهي.

هغه زياته کړه چې له يوې مياشتني انتظار وروسته که تړون عملي نه شو نو بیا به نوې پرېکړې کېږي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ د فبرورۍ له ۱۳مې راهيسې د سند د اسامبلۍ مخې ته د علي وزیر او د غورځنګ د نورو زنداني غړيو د خوشې کېدو لپاره پرلت وهلی و.

د سند د حکومت او 'PTM' ترمنځ له څو ورځو راهيسې مذاکرات روان وو.

  • 16x9 Image

    احمد تکل

    احمد تکل (په انګرېزۍ کې Ahmad Takal) د چک جمهوریت په پلازمېنه پراګ کې د ازادې اروپا/ ازادۍ راډیو د افغانستان د څانګې خبریال دی. د افغانستان، پاکستان او سیمې په اړه راپورونه جوړوي. 

XS
SM
MD
LG