د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۴۸

یوه امریکايي ډپلوماټ ابوظبۍ کې افغان کډوالو ته: د لېږد چارې به مو ګړندي شي


ابوظبۍ کې افغان کډوال
ابوظبۍ کې افغان کډوال

یو جګپوړي امریکايي ډپلوماټ پرون جمعه (د کب ۱۳مه) له زرګونه هغو افغانانو سره چې امریکا ته د تګ په تمه د ابوظبۍ په کمپونو کې وخت تېروي د هغوی د لېږد په چاره کې د ځنډ له کبله بښنه وغوښته او ژمنه یې ورسره وکړه چې امریکا کې د دوی د مېشتېدو کارونه به ګړندي شي.

خو دې چارواکي چې نه یې غوښتل نوم یې افشا شي په عین حال کې ټینګار وکړ چې یو شمېر دا کسان له امریکا سره هېڅ راز اړیکي نه لري او امریکايي چارواکي یې لا ګردسره پېژني نه.

په افغانستان کې د جمهوري نظام له سقوط او د طالبانو له واکمنېدو سره سم زرګونه افغانان د وېرې او هېجان په حالت کې له افغانستانه ووتل.

امریکايي ډپلوماټ خبریالانو ته وویل، له دې افغانانو سره له خبرو وروسته د هغوی شرایط او حالت درک کوي او له هغوی یې غوښتي چې د دوی د انتقال د سیسټم د فعالېدو تر وخته دې له زغمه کار واخلي.

د ابوظبۍ په کمپ کې دېره کډوالې پلوشې اکبر چې له امريکايي چارواکي سره په غونډه کې حاضره وه ازادي راډیو ته وویل:"موږ ته فرصت راکړل شو چې له امریکايي چارواکو سره له نژدې وګورو. موږ د تخلیې په اړه له هغوی پوښتنې وکړې، خو له بده مرغه زموږ پوښتنو ته د قناعت وړ ځواب رانه کړل شو او یوازې صبر او زغم ته یې راوبللو."

ابوظبۍ کې افغان کډوال
ابوظبۍ کې افغان کډوال

په ابوظبۍ کې د امریکا د سفارت چارواکو خبریالانو ته ویلي دي چې یو شمېر دا کډوال ښايي هېڅکله ونه شي کولی چې امریکا ته ولاړ شي ځکه د دوی په وینا امریکا دوی نه پېژني او له امریکا سره یې مخکې له دې هم کومه اړیکه نه لرله خو دې چارواکو په عین حال کې ټینګار کړی چې دا ډله افغانان به هېڅ یو هم په جبري ډول افغانستان ته ونه لېږل شي.

دوی ویلي، امریکا له نورو هېوادونو غوښتي دي چې دوی ته ته پناه ورکړي.

په ابوظبۍ کې په دوو کمپونو کې د دېره افغان کډوالو شمېر ۱۲ زرو ته رسېږي.

پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته تراوسه د ۸۵ زرو په شااوخوا کې افغانان امریکا او زرګونه نور نورو هېوادونو ته لېږدول شوي دي.

  • 16x9 Image

    احمد تکل

    احمد تکل (په انګرېزۍ کې Ahmad Takal) د چک جمهوریت په پلازمېنه پراګ کې د ازادې اروپا/ ازادۍ راډیو د افغانستان د څانګې خبریال دی. د افغانستان، پاکستان او سیمې په اړه راپورونه جوړوي. 

XS
SM
MD
LG