د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۵۷

ځینې نړیوالو سازمانونه: د طالبانو له واکمنېدو راهیسې پر ماشومانو کار ډېر شوی


ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري
ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري

۱۲ کلن سیاف چې دې وروستیو کې د افغانستان له شماله کابل ته راغلی، د کابل په پُل ارتل سیمه کې هګۍ پلوري.

لوږه او اقتصادي ستونزې د دې لامل شوې چې دا ماشوم د خپلې شپږ کسیزې کورنۍ غړو ته د یوې مړۍ ډوډۍ پیدا کولو لپاره ټوله ورځ کار وکړي: "زه له اغا علي شمسه دلته راځم، هلته هګۍ پلورونکي ډېر دي او زما کار نه کېږي، خو دلته نشته، په هر قالب هګیو کې اتیا افغانۍ راته پاتېږي، خو کمې خرڅېږي."

سیاف وایي، هیله لري چې د ښونځیو په پرانیستل کېدلو سره وکولی شي چې ښوونځي ته ولاړ شي.

د میدان وردګو ولایت د جلرېز ولسوالۍ اوسیدونکی ۹ کلن دادالله بیا د خلکو بوټان رنګوي.

کابل کې یو ماشوم
کابل کې یو ماشوم

دادالله ازادي راډیو ته وویل، د طالبانو له راتګ مخکې یې پلار خټګر و، خو د طالبانو په راتګ سره په کراچۍ کې بار وړي او دی هم اړ شو چې د خپلی ۹ کسیزې کورنۍ غړو ته د ډوډی پیدا کولو لپاره د خپل پلار ملا وکړي او کار ته مخه کړي.

په افغانستان کې د یو میلیون په شااوخوا کې ماشومان کار کوي.  

نوموړی وايي: "د ورځې ۳۰ – ۵۰ او یا ۷۰ افغانۍ پیدا کوم، ځینې وختونه کار نه کېږي، د جمعو په ورځو ۱۵۰ افغانۍ کار کوم او هغه بیا خپل پلار او مور ته ورکوم."

دادالله هیله لري چې تعلیم وکړي او په راتلونکی کې د غاښونو ډاکټر شي.

په افغانستان کې وروستی سیاسي بدلون د دې لامل شول چې زرګونه تنه، په ځانګړي ډول ځوانان هېواد پریږدي ګاونډيو هېوادونو، اروپا او امریکا ته کډوال شي.

ورسره اقتصادي ستونزې هم ډېرې شوې چې د نړیوالو سازمانونو په باور، ښځې او ماشومان یې اړ کړي چې په ښارونو کې کار ته مخه کړي.

د کابل ښار په بله څڼډه کې شریفه خپل معلول مېړه او څلورو ماشومانو ته د نفقې برابرولو لپاره کار ته راوتلي.

ارشیف، یوه افغانه مېرمنه
ارشیف، یوه افغانه مېرمنه

شریفې به پخوا یوازې خپل زوی سوال او یا د بوټونو رنګولو ته لېږه او په خپله به یې د معلول مېړه او درېیو ماشومانو سرپرستي کوله، خو د طالبانو په راتګ سره اړه شوې چې خپله لس کلنه لور هم سوال یا خیر ټولولو ته واستوي.

شریفې ازادي راډیو ته وویل: "غټ زوی نه لرم، مېړه مې هم معلول دی، کاروبار نشته، شپې او ورځې ته حیرانه یم چې خپلو ماشومانو ته څه شی ورکم، دویمه لورکۍ مې د بوټانو رنګ کولو او ګدایۍ ته ځي، یولس کلن زوی مې د بوټانو رنګولو ته ځي، له مجبوریه یې استوم، د ورځې د ډوډۍ لپاره دوه – دوه نیم سوه روپۍ پیدا کوي، څو چې شپې کور ته راځي اندېښنه کې یم. له کله چې طالبان راغلي ډېر بد مرغه شوي یو، پخوا به مې یوازې زوی کار ته تلو، اوس مې لورکۍ هم ځي."

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د ملګرو ملتونو ځینو سازمانونو، په ځانګړي ډول له ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونېسف) راپور ورکړی چې اوس مهال په افغانستان کې د یو میلیون په شااوخوا کې ماشومان کار کوي.

د یونیسف په دې راپور کې چې په ۷ ولایتونو کې له ۱۴۰۰ کسانو سره د مرکو پر بنسټ جوړ شوی راغلي چې د تېر میلادي کال په اګسټ میاشت کې د جمهوري نظام له ړنګېدو وروسته، ۸۲ سلنه افغانانو خپل عاید له لاسه ورکړی او کار ته د ماشومانو له استولو پرته بله لال نه لري.

کابل کې یو کارګر ماشوم
کابل کې یو کارګر ماشوم

په همدې حال کې د اقتصادي چارو پوهان په دې باور دي چې لوږه، د کورنیو د عوایدو راکمېدل، د ښونځیو تړلي پاتې کېدل او د مناسبې بوختیا نه شتون د کارګرو ماشومانو د شمېر د ډېروالي لاملونه دي.

د اقتصادي چارو شنونکي اظهارالحق فضلي ازادي راډیو ته وویل: "که حالت په همدې ډول دوام ومومي، زه باوري یم چې ستونزې به د هرې ورځې په تیرېدو سره ډېرې شي، لوږه به ډیره شي او ماشومان چې د هېواد راتلونکي جوړوي، له بېلابېلو ستونزو سره به مخ شي، له دوی به ناوړه استفادې پیل شي، بې سواده به پاتې شي، ان د ځانګړو ډلو له لوري به له دوی څخه د قاچاقو او غلاوو لپاره استفاده وشي. په ټوله کې به دا ماشومان له خپلو انساني حقونو بې برخې شي."

له دې ټولو سره سره، د طالبانو د حکومت چارواکي وایي، له ماشومانو څخه د ملاتړ لپاره هر اړخیزې هڅې کوي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد ازادي راډیو ته وویل: "اسلامي امارت د یونېسف په ګډون له هغو موسسو سره چې د ماشومانو برخه کې فعالیت کوي په اړیکه کې دی، اسلامي امارت هڅه کوي د ماشومانو اړوند پروګرامونه په سمه توګه پیل او ښه مدیریت شي."

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد وایي، له ماشومانو څخه د ملاتړ لپاره هر اړخیزې هڅې کوي.
د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد وایي، له ماشومانو څخه د ملاتړ لپاره هر اړخیزې هڅې کوي.

که څه هم چې د جمهوري نظام پرمهال هم ماشومانو کار کاوه او درانه کارونه به یې هم مخته وړل، خو د پخوانۍ نظام ولسي جرګې په ۱۳۹۸ کال کې له ماشومانو د ملاتړ قانون تصویب کړ.

په دې قانون کې چې ۱۶ فصله او ۱۰۸ مادی لري، د ماشومانو په وړاندې د دوی د مور او پلار او دولت مسوولیتونه په ګوته شوي دي.

په دې قانون کې د ماشومانو اساسي حقونه، د معلولو ماشومانو درملنه، د هغوی ټولنیز وضعیت، ښونه او روزنه، د ماشوم د خرڅولو او قاچاق مخنیوی، د فحشاوو په وړاندې له ماشومانو څخه ساتنه او له هغوی څخه د جنسي استفادی د مخنیوي مسایل شامل دي.

خو ایا دا قانون به د طالبانو د حکومت له لوري تطبیق شي؟

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد په دې اړه ازادي راډیو ته وویل، کوم قوانین، په ځانګړي ډول د ماشومانو اړوند قوانین چې پخوا د اجرا وړ وو، د دوی حکومت په کې کوم بدلون نه دی راوستی.

XS
SM
MD
LG