د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۳۹

چک جمهوریت کې افغان سفیر: له اوکراینه د افغانانو په ایستلو کې مرسته کوو


په چک جمهوریت کې د افغانستان سفیر شهزاد ګل اریوبي
په چک جمهوریت کې د افغانستان سفیر شهزاد ګل اریوبي

په اوکراین کې د افغان کډوالو او محصلانو د خوندیتوب په اړه اندېښنې په ډېرېدو دي.

لا کره معلومات او شمېرې نه‌شته چې په اوکراین کې څومره افغانان او محصلان مېشت دي؟ خو په افغانستان کې د طالبانو حکومت او هم د پخواني جمهوري دولت لوړ پوړو ډپلوماټانو په اوکراین کې چې د روسیې له بشپړ یرغل سره مخ دی، د دې افغانانو د خونديتوب په اړه اندېښنې ښودلي دي.

په چک جمهوریت کې د افغانستان سفیر شهزاد ګل اریوبي وايي، دوی هڅه کوي چې له اوکراین څخه د افغانانو په ایستلو کې مرسته وکړي.

له ښاغلي اریوبي سره د ازادي راډیو خبریال عصمت څاروان مرکه کړې، د لاندې لېنک په کېکاږلو سره یې اوریدلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:20 0:00

XS
SM
MD
LG