د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۴

'ICRC': نړیواله ټولنه دې د افغانستان د اقتصادي سقوط مخنیوي ته بېړنی اقدام وکړي


ارشیف، کابل کې یو شمېر بې وزله مېرمنې
ارشیف، کابل کې یو شمېر بې وزله مېرمنې

د سره صلیب نړیواله کمېټه ICRC وايي، پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو شپږ میاشتې وروسته چې په پایله کې یې نړیوالو بندیزونه ولګول او د دې هېواد شتمنۍ یې کنګل کړې، د طالبانو له مشرانو سره د تعامل په برخه کې د ډېری نړیوالو مرستندویانو زړه نازړه دریځ د میلیونونه بې وسې افغانانو مصیبتونه نور هم زیات کړي دي.

په یوه مفصل راپور کې چې افغانستان ته د سره صلیب د مشرتابه د پنځه ورځني سفر په پای کې پرون د ICRC پر رسمي وېبپاڼه خپور شو له نړیوالو مرستندویو ټولنو غوښتنه شوې چې د افغانستان د بشپړ سقوط د مخنیوي او د هر اړخیزو بشري مرستو په برخه کې سمدستي اقدام وکړي.

په راپور کې د سره صلیب د نړیوالې کمیټې د عمومي مشر له قوله راغلي چې وايي، ده د خپل ۲۵ کلن بشري ماموریت په ترڅ کې هېڅکله هم داسې یو حالت چې افغانستان کې یې ولید نه و، لیدلی.

د سره صلیب د نړیوالې کمیټې عمومي مشر رابرټ ماردیني وايي، هېڅکله یې داسې یو حالت چې افغانستان کې یې ولید نه و، لیدلی.
د سره صلیب د نړیوالې کمیټې عمومي مشر رابرټ ماردیني وايي، هېڅکله یې داسې یو حالت چې افغانستان کې یې ولید نه و، لیدلی.

رابرټ ماردیني وايي، د هغه بحران کچه چې د افغانستان خلک ورسره مخ دي او د خرابۍ پر لور د دې بحران د تلو سرعت په رښتیا هیښوونکی دی.

افغانستان ته په سفر کې د ICRC له مشر رابرټ ماردیني سره د ډنمارک او فنلنډ د سره صلیب د ټولنو مشران هم ملګري وو. ماردیني ویلي چې د افغانانو ژوند باید د سیاسي لوبو په ترڅ کې برمته نه شي.

نوموړی زیاتوي مرستندویان باید د هغو مرستو چې د سیاسي امتیاز په توګه کارول کېږي او د هغو مرستو چې د عامو افغانانو له بقا سره مرسته کوي ترمنځ توپیر وکړي.

د سره صلیب د نړیوالې کمیټې مشر وايي، دې هدف ته د رسېدو لپاره دا خبره باید یقیني شي چې حکومتي ادارې اساسي خدمات وړاندې کوي او د اقتصادي سقوط مخنیوی کېږي.

ښاغلی ماردیني وايي، د دې کار لپاره وخت ډېر کم دی.

همدا خبره په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ د دفتر مشرې رینا ګیلاني هم په یوه ویډیويي پیغام کې کړې ده: "د وخت خبره داسې ده چې د انتظار لپاره هېڅ وخت نه شته. موږ باید ووینو چې اقتصاد حرکت کوي او باید خلکو ته امېد ورکړو."

د سره صلیب د نړیواله کمیټې راپور زیاتوي چې په افغانستان کې د روغتیايي خدماتو په برخه کې سمدستي مرستو ته بېړنۍ اړتیا لیدل کېږي.

ICRC د ټول افغانستان په کچه له ۲۸ روغتونونو سره مرسته کوي او په دې ترڅ کې شااوخوا لس زره مسلکي روغتیاپالانو ته معاشونه هم ورکوي.

د ICRC د معلوماتو له مخې د شل میلیونو په شااوخوا کې افغانان د هغو روغتونونو له خدماتو ګټه اخلي چې دا ټولنه مرستې ورسره کوي.

  • 16x9 Image

    احمد تکل

    احمد تکل (په انګرېزۍ کې Ahmad Takal) د چک جمهوریت په پلازمېنه پراګ کې د ازادې اروپا/ ازادۍ راډیو د افغانستان د څانګې خبریال دی. د افغانستان، پاکستان او سیمې په اړه راپورونه جوړوي. 

XS
SM
MD
LG