د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۷

د ملګرو ملتونو سرمنشي: له افغانستانه نورې نړۍ ته د ترورېزم د خپرېدو ګواښ شته


د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش

د ملګرو ملتونو سرمنشي وايي، په نړۍ کې امنیتي ګواښونه د سړې جګړې د وخت پرتله اوس مهال زیات شوي دي.

انتونیو ګوترېش پرون د سلواغې په ۲۹مه نېټه د مونیخ امنیتي غونډې ته په وینا کې وویل، تروریستان د افغانستان په ګډون په یو شمېر هېوادونو کې د ځان لپاره د ځالو د موندلو هڅه کوي: "په سوریه کې داعش له ماشومانو څخه د سپر په توګه کار اخلي، القاعده او ملګرو ډلو یې نور ځواک او زیاتې وسلې ترلاسه کړي دي. له افغانستانه هم د ترورېزم د خپرېدو ګواښ شته دی."

ښاغلي ګوترېش وویل، تروریستان د فعالیت لپاره تر ډېره په هغو هېوادونو کې د ځالو د موندلو هڅه کوي چې وضعیت یې حساس او ماتېدونکی وي.

په همدې حال کې متحدو ایالاتونو ویلي دي چې د اسلامي دولت ډلې یا داعش پر ضد مبارزې ته ژمن دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي، د دې اقداماتو په وسیله غواړي ډاډ ترلاسه کړي چې له افغانستانه به د امریکا په ګډون د نړۍ هېڅ هېواد ته هم ګواښ نه متوجه کېږي.

امریکا په افغانستان کې د داعش ډلې د خراسان څانګې د مشر په اړه د معلوماتو په بدل کې لس میلیون ډالره جایزه اعلان کړې.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې ویلي، ثناالله غفاري چې په شهاب المهاجر هم مشهور دی په افغانستان کې د داعش ډلې د عملیاتو مشري کوي.

د طالبانو حکومت چې شااوخوا ۶ میاشتې مخکې یو ځل بیا پر افغانستان واکمن شو، تر اوسه څو ځلي د داعش ډلې د ځپلو خبر ورکړی.

دوی همدا راز داعش د خپل حکومت لپاره جدي ګواښ نه ګڼي او وايي، دا ډله په افغانستان کې هېڅ هم نه شي کولی.

  • 16x9 Image

    احمد تکل

    احمد تکل (په انګرېزۍ کې Ahmad Takal) د چک جمهوریت په پلازمېنه پراګ کې د ازادې اروپا/ ازادۍ راډیو د افغانستان د څانګې خبریال دی. د افغانستان، پاکستان او سیمې په اړه راپورونه جوړوي. 

XS
SM
MD
LG