د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۳۰

پژواک خبري اژانس: بدخشان کې د شري ناروغۍ د تلفاتو شمېر۱۵۷ ته رسېدلی


ارشیف، په شري اخته یو ناروغ
ارشیف، په شري اخته یو ناروغ

پژواک خبري اژانس د طالبانو د حکومت د چارواکو په حواله راپور ورکړی چې په بدخشان ولایت کې د شري ناروغۍ د تلفاتو شمېر۱۵۷ ته رسېدلی دی.

د راپور له مخې ډېری دا مړینې په کوفاب او نُسي ولسوالیو کې شوي دي.

باختر دولتي خبري اژانس د سیمه ییزو چارواکو له قوله خبر ورکړی چې وايي، یوازې د کوفاب ولسوالۍ په اویا کلیو کې په تېرو درېیو میاشتو کې ۶۵ ماشومان د شري او نورو فصلي ناروغیو له کبله مړه شوي دي.

اژانس د بدخشان د عامې روغتیا د مرستیال قاري محمدنذیر نظار له قوله راپور ورکړی چې وايي، شری په بدخشان ولایت کې د اندېښنې وړ دی.

د راپور له مخې د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت، زیانمنو ولسوالیو ته د یوه پلاوي په لاس یوه اندازه درمل او واکسین استولي دي.

د روغتیا متخصصان وايي، د واکسین نه تطبیق، اقتصادي ستونزې او د لارو بندېدل په بدخشان کې د شري د ناروغیو له کبله د تلفاتو اصلي علتونه دي.
د روغتیا متخصصان وايي، د واکسین نه تطبیق، اقتصادي ستونزې او د لارو بندېدل په بدخشان کې د شري د ناروغیو له کبله د تلفاتو اصلي علتونه دي.

په بدخشان ولایت کې د اغاخان د روغتیايي بنسټ یوه مسوول هم ویلي، کوفاب او نُسي ولسوالیو ته د شري له سرایت وروسته دوه روغتیايي ټیمونه رسېدلي او له زرو د زیاتو ماشومانو علاج یې کړی دی.

د طالبانو د حکومت چارواکو، په تېره د روغتیا وزارت ویاند په بدخشان کې د شري له کبله د ماشومانو د تلفاتو په اړه د ازادي راډیو پرله پسې تماسونو ته ځواب ونه وایه.

د روغتیا متخصصان وايي، د واکسین نه تطبیق، د درملو نشتوالی، اقتصادي ستونزې او د لارو بندېدل په بدخشان کې د شري او نورو فصلي ناروغیو له کبله د تلفاتو اصلي علتونه دي.

د روغتیا د نړیوال سازمان د څېړنې له مخې شری هغه ناروغي ده چې په نتیجه کې یې پوستکی انتاني کېږي او علایم یې تبه، ټوخی، د پوزې بهېدل او پر بدن د کوچنیو سرو دانو راوتل دي.

دا ناروغي ډېره ژر د مستقیم او غیر مستقیم تماس په وسیله انتقالېږي.

شری واکسین لري، خو د روغتیا د نړیوال سازمان د راپور له مخې هرکال له سل زرو زیات ماشومان چې عمرونه یې له پنځو کلونو کم دي، په دې ناروغۍ له اخته کېدو وروسته مړه کېږي.

  • 16x9 Image

    احمد تکل

    احمد تکل (په انګرېزۍ کې Ahmad Takal) د چک جمهوریت په پلازمېنه پراګ کې د ازادې اروپا/ ازادۍ راډیو د افغانستان د څانګې خبریال دی. د افغانستان، پاکستان او سیمې په اړه راپورونه جوړوي. 

XS
SM
MD
LG