د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۴۱

د سوېس حکومت طالب استازو ته: تمه ده مارچ کې به د نجونو زده کړې بیا پیل شي


ارشیف، کابل کې د نجونو یو ښوونځی
ارشیف، کابل کې د نجونو یو ښوونځی

د سوېس حکومت د طالبانو پلاوي ته په افغانستان کې د نجونو د تعلیم او د بشري حقونو د روان وضعیت په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.

د سوېس د بهرنیو چارو وزارت ویاندې پاولا سیریسیتي Paola Ceresetti رویټرز خبري اژانس ته پر ایمیل په یوه بیان کې لیکلي، د سوېس حکومت د طالبانو له پلاوي سره په کتنه کې په کابل کې د تښتونو او پر خلکو د انتقامي بریدونو مساله راپورته کړه.

مېرمن سیریسیتي زیاتوي، له طالبانو سره همدا راز په سیسټماتیک ډول له تعلیم، سیاست او ټولنیز ژوند څخه د نجونو او ښځو د بې برخې کولو په اړه هم خبرې وشوې او د سوېس حکومت د طالبانو استازو ته وویل چې تمه لري په مارچ میاشت کې به نجونې بېرته ښوونځیو ته ولاړې شي.

د سویس د بهرنیو چارو وزارت ویاندې دا رد کړه چې ګنې د دې پلاوي سفر به د طالبانو د حکومت د رسمیت پېژندلو معنی ولري او ټینګار یې وکړ چې د ډیالوګ دوام مهم دی.

هغې زیاته کړه چې د سوېس حکومت له هر چا سره خبرې کوي.

سوېس ته په سفر کې د طالبانو د پلاوي مشري د طالبانو د حکومت د روغتیا سرپرست وزیر قلندر عباد کوله.

د روغتیا د نړیوال سازمان 'WHO' مشر ټېډروس ادهانوم ګیبرییسوس چې په روانه اوونۍ کې یې له ښاغلي عباد سره ولیدل له هېوادونو او نړیوالو موسسو یې وغوښتل چې د ډیالوګ له لارې د افغانستان د خلکو ملاتړ ته دوام ورکړي.

د روغتیا د نړیوال سازمان مشر ټېډروس ادهانوم ګیبرییسوس له نړیوالو موسسو وغوښتل چې د ډیالوګ له لارې د افغانستان د خلکو ملاتړ ته دوام ورکړي.
د روغتیا د نړیوال سازمان مشر ټېډروس ادهانوم ګیبرییسوس له نړیوالو موسسو وغوښتل چې د ډیالوګ له لارې د افغانستان د خلکو ملاتړ ته دوام ورکړي.

د طالبانو پلاوی د جنیوا کال په نوم د غیر حکومتي ټولنې په بلنه تېره اوونۍ جنیوا ته ورسېد او د یوې اوونۍ په ترڅ کې یې د سوېس او اروپايي ټولنې، د سره صلیب د نړیوالې کمېټې او نورو مرستندویو موسسو له چارواکو سره خبرې وکړې او پرون یې خپل سفر پای ته ورساوه.

د روانې اوونۍ په سر کې په جنیوا کې د طالبانو د پلاوي د هوټل مخې ته لږ شمېر ښځینه فعالانو اعتراضیه غونډه وکړه او د سوېس د پولیسو ویاند وویل، پرون هم یو شمېر کسانو په جنیوا کې د ملګرو ملتونو د دفتر مخې ته د طالبانو پر ضد مظاهره وکړه.

  • 16x9 Image

    احمد تکل

    احمد تکل (په انګرېزۍ کې Ahmad Takal) د چک جمهوریت په پلازمېنه پراګ کې د ازادې اروپا/ ازادۍ راډیو د افغانستان د څانګې خبریال دی. د افغانستان، پاکستان او سیمې په اړه راپورونه جوړوي. 

XS
SM
MD
LG