د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۰

د سره صلیب نړیواله کمېټه: له طالب استازو سره رغنده بحثونه وشول  


د سره صلیب نړیوالې کمېټې عمومي رییس رابرټ ماردیني
د سره صلیب نړیوالې کمېټې عمومي رییس رابرټ ماردیني

د سره صلیب نړیوالې کمېټې 'ICRC' عمومي رییس رابرټ ماردیني وايي، پرون جمعه (د سلواغې ۲۲مه) یې د سوېس په جنیوا ښار کې د طالبانو له پلاوي سره وکتل.

ښاغلي ماردیني پر ټویټر د دې لیدنې خبر ورکړی او لیکلي یې دي چې د دوامدار ډیالوګ په لړ کې د اسلامي امارت له استازو سره یې رغنده بحثونه وکړل.

ماردیني زیاتوي، دې بحثونو کې په افغانستان کې د روغتیايي خدماتو، د توقیف ځایونو د وضعیت، معلولیت، اوبو او حفظ الصحې په برخو کې د سره صلیب د فعالیت په اړه چې د ټولو لپاره او د پراختیا په حال کې دي خبرې شاملې وې.

د طالبانو د حکومت لس کسیز پلاوی تېره اوونۍ د جنیوا کال د غیر حکومتي ټولنې په بلنه د سوېس جنیوا ښار ته ورسېد او د پلان له مخې د یوې اوونۍ په ترڅ کې د سره صلیب د نړیوالې کمېټې او همدا راز د سوېس او نورو اروپايي هېوادونو له چارواکو سره خبرې دوی د سفر په اجنډا کې شاملې وې.

جنیوا کال د پنجشنبې په ورځ پر خپل ټویټر خبر ورکړ چې د طالبانو حکومت په جنیوا کې له جګ پوړو چارواکو سره تر خبر وروسته د بشري مرستو په برخه کې اعلامیه تایید کړه.

د دې ټولنې په وینا په دې اعلامیه کې د ټولو افغانانو لپاره د روغتیايي خدماتو او تعلیم د برابرولو او مصوونیت، د بشري مرستو لپاره د امکاناتو د چمتو کولو او د مرستندویو ټولنو کار ته د درناوي او د کلتوري میراثونو د خوندي ساتلو په ګډون یو لړ مهم مسایل شامل دي.

  • 16x9 Image

    احمد تکل

    احمد تکل (په انګرېزۍ کې Ahmad Takal) د چک جمهوریت په پلازمېنه پراګ کې د ازادې اروپا/ ازادۍ راډیو د افغانستان د څانګې خبریال دی. د افغانستان، پاکستان او سیمې په اړه راپورونه جوړوي. 

XS
SM
MD
LG