د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۳۹

د افغانستان کنګلې پیسې؛ بایډن: نیمايي یې د سېپټمبر ۱۱مې قربانیانو ته بېله شوه


امریکا کې د سېپټمبر د ۱۱مې پېښه
امریکا کې د سېپټمبر د ۱۱مې پېښه

د افغانستان د کنګل شوېو شتمنیو د خوشې لپاره د طالبانو د حکومت له پرله پسې غوښتنو وروسته د امریکا ولسمشر جو بایډن تېره شپه د یوه فرمان په اساس حکم وکړ چې دا اووه میلیارد ډالره دې دوه برخې شي، نیمايي دې د سېپټمبر د ۱۱ مې د قربانیانو کورنیو ته ځانګړې شي او پاتې دې په افغانستان کې د بشري مرستو لپاره ولګول شي.

د بایډن په فرمان کې راغلي، دا پیسې اوس نه خوشې کېږي، بلکې له بانکونو غوښتنه شوې چې کنګل شوي درې نیم میلیارډه ډالر د بسپنې یوه صندوق ته واچوي، څو مرستندویو ټولنې یې په افغانستان کې د بشري مرستو او د خلکو د اساسي اړتیاوو په برخو کې ولګوي.

د امریکا ولسمشر جو بایډن
د امریکا ولسمشر جو بایډن

د بایډن د فرمان له مخې پاتې درې نیم میلیارډه ډالر به پر امریکا د سېپټمبر د ۱۱مې د تروریستي حملو د قربانیانو د کورنیو له خوا په محکمو کې د حقوقي دعوو لپاره په امریکا کې خوندي وي.

د سېپټمبر د ۱۱مې حملې په ۲۰۰۱م زیږدیز کال کې په افغانستان کې د طالبانو په تېر ځل واکمنۍ کې وشوې. هغه مهال د امریکا حکومت د طالبانو له حکومته د القاعده شبکې د مشر اسامه بن لادن د سپارلو غوښتنه کړې وه، خو طالبانو دا غوښتنه ونه منله او په نتیجه کې امریکا پر افغانستان یرغل وکړ او د طالبانو واکمني یې وپرځوله.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند په یوه تُند غبرګون کې دا پرېکړه د افغانانو د شتمنیو غلا بللې.

د بایډن د فرمان له مخې درې نیم میلیارډه ډالر به پر امریکا د سېپټمبر د ۱۱مې د سېپټمبر ۱۱مې قربانیانو کورنیو ته بېله شوه
د بایډن د فرمان له مخې درې نیم میلیارډه ډالر به پر امریکا د سېپټمبر د ۱۱مې د سېپټمبر ۱۱مې قربانیانو کورنیو ته بېله شوه

محمد نعیم پر ټویټر لیکلي دي چې د امریکا له خوا د افغان ولس د کنګل شوېو پیسو غلا او غصب د یو هېواد او یو ملت د انساني او اخلاقي سقوط ترټولو لوېدلې کچه ده.

ښاغلی نعیم زیاتوي چې ماته او بریا د بشري ژوند یوه عادي خبره ده خو تر ټولو لویه او شرموونکې ماته د ده په وینا هغه ده چې پوځي ماته له اخلاقي ماتې سره یوځای وي.

سپینې ماڼۍ په یوه اعلامیه کې ویلي، دا فرمان د دې لپاره صادر شوی چې یوه لاره برابره کړي چې دا پیسې د افغانستان خلکو ته ورسېږي، مګر په عین حال کې د طالبانو او ورانکارو عناصرو لاسونو ته ونه لوېږي.

  • 16x9 Image

    احمد تکل

    احمد تکل (په انګرېزۍ کې Ahmad Takal) د چک جمهوریت په پلازمېنه پراګ کې د ازادې اروپا/ ازادۍ راډیو د افغانستان د څانګې خبریال دی. د افغانستان، پاکستان او سیمې په اړه راپورونه جوړوي. 

XS
SM
MD
LG