د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۷

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله روانه میاشت بنګلدېش سره د لوبو لړۍ پیلوي


افغان کرکټر راشد خان او یو بنګلدیشی لوبغاړی
افغان کرکټر راشد خان او یو بنګلدیشی لوبغاړی

ټاکل شوې چې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله په روانه فبروري میاشت کې د بنګلدېش له لوبډلې سره د لوبو لړۍ ترسره کړي.

د کوربه بنګلدېش کرکټ بورډ د دې خبر د تایید ترڅنګ ویلي، په دې لړۍ کې به درې پنځوس اوورېزې یا یو ورځنۍ نړیوالې لوبې او دوه شل اوورېزې لوبې ترسره شي.

په پام کې وه چې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله په روانه فبروري میاشت کې زیمبابوې ته ولاړه شي، خو کوربه هېواد د ریویو د پرېکړې د سیسټم د نشر د تنظیم په چاره کې پاتې راغی او دا لړۍ وځنډېده.

بنګلدیشي لوبغاړي
بنګلدیشي لوبغاړي

د زیمبابوې دوره اصلاً په ډسمبر میاشت کې په پام کې وه، خو په دې هېواد کې د کرونا د اومېکرون بڼې له خپرېدو وروسته دا لړۍ بل وخت ته پاتې شوه.

د افغانستان د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک ازادي راډیو ته وویل، ملي لوبډله به په قطر کې له تمریناتي کمپ څخه ډاکې ته ولاړه شي: "د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله اوس په قطر کې خپل تمریناتي کمپ مخکې بیايي. د دې تمریناتي کمپ موخه د بنګلدېش پر وړاندې سیالیو ته چمتووالی دی. ملي لوبډله به د روانې فبروري میاشتې په لړ کې د بنګلدېش د کرکټ ملي لوبډلې سره د لوبو لپاره دې هېواد ته سفر وکړي."

د افغانستان د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک
د افغانستان د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک

د بنګلدېش کرکټ بورډ وايي، افغان لوبډله به د فبروري په دولسمه، پلازمېنې ډاکې ته ورسېږي، بیا به په سیل هېټ Sylhet کې تمرینات پیل کړي او ورپسې به چاتوګرام ته چې د فبروري له ۲۳ مې نېټې څخه د یو ورځنیو لوبو لړۍ پi کې پلان شوې ده روانه شي.

د بنګلدېش کرکټ بورډ وايي، له افغان لوبډلې سره د مارچ په ۳ او ۵ مه دوه شل اوورېزې لوبې د ډاکې په شیرې بنګلا ملي سټوډیوم کې پلان شوي دي.

  • 16x9 Image

    احمد تکل

    احمد تکل (په انګرېزۍ کې Ahmad Takal) د چک جمهوریت په پلازمېنه پراګ کې د ازادې اروپا/ ازادۍ راډیو د افغانستان د څانګې خبریال دی. د افغانستان، پاکستان او سیمې په اړه راپورونه جوړوي. 

XS
SM
MD
LG