د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۰

بې پولې خبريالانو د طالبانو له لوري خبريالانو ته د ژبې پرې کولو ګواښ غندلی


ارشیف، یو تن خبریال او وسله وال طالب
ارشیف، یو تن خبریال او وسله وال طالب

د بې سرحده خبریالانو ټولنې چې مرکز یې په فرانسه کې دی، پرون (د سلواغې په ۱۵مه) په خپل نوي راپور کې وویل، د زمري په ۲۴مه نېټه د طالبانو له خوا د کابل له سقوط وروسته تردې دمه لږ تر لږه پنځوس تنه خبریالان د طالبانو د حکومت د استخباراتو د ادارې له خوا یا نیول شوي او یا د لنډ وخت لپاره په توقیف کې پاتې شوي دي.

په راپور کې د اریانا نیوز د دوو خبریالانو پر نیولو اعتراض شوی. د عبدالوارث حسرت او اسلم حجاب په نوم دا دوه خبریالان تېره اوونۍ د دوو شپو په مخه ونیول شول.

عبدالوارث حسرت او اسلم حجاب
عبدالوارث حسرت او اسلم حجاب

په راپور کې راغلي دي چې له نیول شوېو خبریالانو سره تاوتریخوالی هم کېږي او ډېری هغه خبریالان نیول شوي چې په کابل کې د ښځو د اعتراضونو په اړه یې راپورونه چمتو کړي.

د بې سرحده خبریالانو د ټولنې راپور زیاتوي چې د عبدالحق وثیق په مشرۍ د طالبانو استخبارات نه یوازې د دې خبریالانو په نیولو کې مستقیم لاس لري، بلکې د ژورنالېستانو د دې مدافع ټولنې په وینا، د رسنیو یو شمېر کار کوونکو ته د ټیلیفون له لارې ګواښونه کوي او د تحقیقاتو لپاره یې احضاروي.

له ځینو خبریالانو غوښتل شوي چې د څو موضوعاتو په اړه د راپورونو له چمتو کولو ډډه وکړي که نه ژبه به یې پرې شي.

په راپور کې راغلي دي چې د طالبانو د استخباراتو د ۵۳ مې ادارې رییس جواد څارګر چې د رسنیو د اړوندو مسایلو مسوول دی، له ځینو خبریالانو غوښتي دي چې د څو موضوعاتو په اړه د راپورونو له چمتو کولو ډډه وکړي که نه ژبه به یې پرې کړي.

د بې سرحده خبریالانو په ټولنه کې د ایران او افغانستان د څانګې مشر رضا معیني ویلي دي چې د خبري مسایلو په اړه د راپور ورکولو د مخنیوي په هدف خبریالانو ته د ژبې د پرې کولو ګواښ په هېڅ صورت د منلو وړ نه دی.

د بې سرحده خبریالانو د ټولنې د ۲۰۲۱ کال د راپور له مخې افغانستان د نړۍ په ۱۸۰ هېوادونو کې د ازادۍ د بیان له اړخه ۱۲۲ ځای لري.

د طالبانو د حکومت چارواکو د بې سرحده خبریالانو ټولنې د دې راپور په اړه د غبرګون لپاره د ازادي راډیو پوښتنو ته ځواب ونه وایه، خو له دې مخکې یې ویلي چې په نژدې راتلونکې کې به د رسنیزو سرغړونو د څېړنې کمېسیون یو ځل بیا فعال شي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي، کله دا کمېسیون په کار پیل وکړي، نو هېڅوک به یې په چارو کې د لاسوهنې حق ونه لري.

  • 16x9 Image

    احمد تکل

    احمد تکل (په انګرېزۍ کې Ahmad Takal) د چک جمهوریت په پلازمېنه پراګ کې د ازادې اروپا/ ازادۍ راډیو د افغانستان د څانګې خبریال دی. د افغانستان، پاکستان او سیمې په اړه راپورونه جوړوي. 

XS
SM
MD
LG