د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۰

هند خپل حربي اکاډمیو کې روزل شوېو لسګونه افغان محصلانو ته بل پروګرام پیلوي


ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري
ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري

د هند حکومت شااوخوا اتیا تنه افغان محصلانو ته چې په دې هېواد کې یې په پوځي برخو کې زده کړې کړي، د یوه بل کال په مخه د روزنې امکان برابروي.

د هندي رسنیو د راپور له مخې دې محصلانو مخکې، د هند په بېلابېلو حربي اکاډمیو کې خپلې زده کړې بشپړې کړي.

په نوې ډیلي کې د افغانستان سفارت د دې محصلانو نامعلوم برخلیک ته په کتو د هند د دې وړاندیز ستاینه کړې او وايي چې دې محصلانو ته به د هند د بهرنیو چارو وزارت اړوند د تخنیکي او اقتصادي همکاریو د پروګرام له خوا په انګلیسي ژبه د ادارې او سوداګرۍ د ارتباطاتو په برخو کې روزنه ورکړل شي.

هند له څو لسیزو راهیسې، په تېره په تېرو شلو کلونو کې له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې ډېرې مرستې کړي خو د زمري په ۲۴مه په افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو وروسته د کابل او نوې ډیلي اړیکي ساړه شول.

هند هم د نورې نړۍ په څېر تراوسه د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.

د طالبانو حکومت په دې وروستیو کې ویلي، زرګونه کسان یې د خپل پوځ په لیکو کې استخدام کړي دي.

طالبان به د هند د پوځي اکاډمیو فارغان خپلو لیکو ته جذب کړي؟

د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند احمدالله وثیق ازادي راډیو ته وویل، دا محصلان باید هېواد ته راستانه شي: "افغانستان د ټولو افغانانو ګډ کور دی، د دې هېواد ساتنه او خدمت د ټولو افغانانو ګډ مکلفیت دی. خصوصاً هغه محصلان چې په هند کې په پوځي زده کړو بوخت دي چې کله فارغېږي او افغانستان ته راستانه شي د دوی تعهد او ژمنتیا او وړتیا ته په کتو سره به د هېواد په لازمو برخو کې د دوی له استعداد او وړتیا څخه ګټه واخیستل شي."

د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند احمدالله وثیق
د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند احمدالله وثیق

په نوې ډیلي کې د افغانستان سفارت وايي، دا پروګرام د دوشنبې په ورځ (د سلواغې په ۱۸مه) پیلېږي.

د پلان له مخې د اتیا په شااوخوا کې افغان محصلان به د زده کړو لپاره د هند درېیو حربي پوهنتونونو ته واستول شي او د استوګنې ځای او یو لړ امتیازونه به هم ورکړل شي.

  • 16x9 Image

    احمد تکل

    احمد تکل (په انګرېزۍ کې Ahmad Takal) د چک جمهوریت په پلازمېنه پراګ کې د ازادې اروپا/ ازادۍ راډیو د افغانستان د څانګې خبریال دی. د افغانستان، پاکستان او سیمې په اړه راپورونه جوړوي. 

XS
SM
MD
LG