د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۳۹

د اوبه خور په اړه مظاهره؛ ایرانانیانو له پولې هاخوا د افغانانو پر لاریو برید وکړ


د ایران او افغانستان ګډه پوله
د ایران او افغانستان ګډه پوله

د ایران د سیستان بلوچستان ایالت یو شمېر اوسېدونکو پرون د افغانستان پولې ته نژدې، پر مظاهرو د بندیز مقررات تر پښو لاندې کړل او د یوه لاریون په ترڅ کې یې د هلمند سیند د اوبه خور په اړه له افغانستان سره د بیا ځلي خبرو غوښتنه وکړه.

د ایرنا د دولتي خبري اژانس د راپور له مخې د ایران امنیتي ځواکونو هغه مهال مداخله وکړه چې معترضانو په ګډ سرحد کې د افغانانو پر یو شمېر ولاړو لاریو حمله وکړه.

د سیمې اوسېدونکو د ازادي راډیو خبریال ته وویل، لاریونوالو د لاریو شیشې ماتې کړې او زیان یې ور واړاوه.

راپور زیاتوي چې د سیستان بلوچستان ایالت په مرکز زاهدان ښار کې هم د افغانستان د قونسلګرۍ مخې ته یو شمېر معترضانو د یوه لاریون په ترڅ کې همدا غوښتنه کوله.

له دې مظاهرو وروسته له ایران سره پر ګډه پوله یو شمېر کسانو چې لاریو ته یې زیان اوښتی و، د افغانستان په خاوره کې غونډه وکړه.

ارشیف، د کمال خان بند
ارشیف، د کمال خان بند

پر ټولنیزو رسنیو په خپره شوې یوه ویډیو کې ښکاري چې د طالبانو یو سیمه ییز چارواکی معترض ډریوران زغم ته رابولي، خو له هغوی سره ژمنه کوي چې له ایران څخه به د دوی حق واخلي.

د دې لانجې په اړه د طالبانو د حکومت رسمي دریځ نه دی معلوم او ویاندویانو یې د دې راپور تر خپرېدو پورې د ازادۍ راډیو پیغامونو ته ځواب نه دی ویلی.

د افغانستان د پرځېدلي حکومت ولسمشر اشرف غني تېرکال د کمال خان بند چې د هلمند پر سیند ودان دی، پرانېست او اعلان یې وکړ چې افغانستان به نور نو ایران ته اضافي اوبه وړیا ورنه کړي بلکې له تېلو سره به یې تبادله کړي.

د هلمند د سیند اوبه تل د افغانستان او ایران ترمنځ لانجمنه مساله وه، مګر له جګړو مخکې حکومتونو له ایران سره د یوه تړون په اساس دا موضوع حل کړې وه، خو په افغانستان کې د حکومتونو له کمزوري کېدو او د وچکالیو له زیاتېدو وروسته په دې برخه کې لانجې پرځای پاتې دي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې ایران د کابل او تهران ترمنځ د ۱۹۷۲کال د موافقې پر اساس د هلمند سیند په اوبو کې د اوبه خور قانوني برخه لري او ټینګار کوي چې افغانستان باید پر خپله ژمنه عمل وکړي.

د هلمند سیند سرچینه د افغانستان په مرکزي سیمو کې ده چې له څه باندې زر کیلو متره واټن وروسته د ایران سرحدي سیمې سیستان ته رسېږي.

  • 16x9 Image

    احمد تکل

    احمد تکل (په انګرېزۍ کې Ahmad Takal) د چک جمهوریت په پلازمېنه پراګ کې د ازادې اروپا/ ازادۍ راډیو د افغانستان د څانګې خبریال دی. د افغانستان، پاکستان او سیمې په اړه راپورونه جوړوي. 

XS
SM
MD
LG