د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۳۰

ناروې: د غونډې هدف د طالبانو په رسمیت پیژندل نه دي، د افغانانو ملاتړ دی


د اوسلو یوه څنډه
د اوسلو یوه څنډه

ناروې د طالبانو د پلاوي کوربه توب ته چمتووالی نیسي. دا لومړی ځل دی چې پر افغانستان د طالبانو له دوهم ځل واکمنېدو وروسته د یوه اروپايي هېواد له خوا داسې یوه غونډه جوړېږي.

د ناروې د پوځ لوی درستیز ایریک کریستوفرسن پرون جمعه (د سلواغې په لومړۍ) نېټه وویل، دا یوه مثبته خبره ده چې اوسلو په افغانستان کې د خپلو پخوانیو مخالفانو هرکلی کوي.

ښاغلي کریستوفرسن زیاته کړه چې د دې غونډې کوربه توب د طالبانو د حکومت د رسمیت پېژندنې په معنی نه ده، بلکې هدف یې د افغانستان د خلکو ملاتړ دی چې د زیاتو مرستو وړ دي.

د ناروې لوی درستیز له ناروې ټوډې ورځپاڼې سره په مرکه کې ویلي دي چې له طالبانو سره د خبرو ملاتړ کوي، څو د دوی سرپرست حکومت د بشري حقونو او د ښځو د حقونو په برخو کې د مسوولیتونو د منلو لپاره هڅه وکړي.

د ناروې غونډه د طالبانو د حکومت او د یو شمېر لویدیځو هېوادونو ترمنځ سبا په اوسلو کې پیلېږي او تمه ده چې تر سې شنبې ورځې به دوام وکړي.

په دې غونډه کې به د طالبانو د حکومت د پلاوي مشري د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي کوي.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي
د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد بېګا ازادي راډیو ته وویل، دا پلاوی به نن د ناروې پر لور وخوځېږي او له سبا څخه به د غونډې له ګډونوالو سره لیدنې پیل کړي.

ښاغلي مجاهد د غونډې د اجنډا په اړه وویل: "د افغانستان د کنګل شوېو پیسو د تحریم موضوع چې باید رفع شي، د بشري مرستو او له افغانستان سره د ډپلوماتیکو اړیکو د احیا موضوعات دا ټول په اجنډا کې شامل دي او بحث به پرې کېږي او له اروپایانو او امریکایانو سره به د نظر تبادله کېږي. همدا راز له افغاني شخصیتونو څخه به هم مشورې او نظریات واخیستل شي."

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد وویل، طالب پلاوی به نن د ناروې پر لور وخوځېږي
د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد وویل، طالب پلاوی به نن د ناروې پر لور وخوځېږي

ښاغلي مجاهد په دې اړه چې د طالبانو پلاوی به له کومو شخصیتونو سره وګوري جزییات ورنه کړل.

ځینو رسنیو راپور ورکړی چې د ناروې او طالبانو پر پلاوو سربېره به د اروپايي ټولنې، متحدو ایالاتونو، بریتانیا، فرانسې، ایټالیا او جرمني استازي هم د اوسلو په غونډه کې ګډون وکړي.

د ناروې د بهرنیو چارو وزیرې انیکین هوتفیلډ د دې غونډې په درشل کې ویلي چې هېواد یې د افغانستان د روان بشري وضعیت له کبله ډېره اندېښنه لري ځکه د دې په وینا میلیونونه افغانان له یوه بشري ناورین سره مخامخ دي.

نوموړې زیاتوي چې غواړي د ناروې د حکومت او لویدیځ روښانه غوښتنې، په تېره د بشري حقونو او د نجونو د تعلیم په برخو کې طالبانو ته ورسوي.

له پنځو میاشتو زیاته موده کېږي چې طالبان پر افغانستان واکمن شوي خو تراوسه هېڅ هېواد هم د طالبانو سرپرست حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.

بشري حقونو، په تېره د ښځو حقونو ته درناوی او نجونو او ښځو ته د کار او زده کړو اجازه، د یوه ټولشموله حکومت جوړول او له نړیوالو تروریستي ډلو سره د اړیکو پرې کول له طالبانو سره د تعامل لپاره د نړیوالې ټولنې اساسي او مهم شرایط بلل کېږي.

له دې مخکې بېلابېلو هېوادونو ویلي چې د افغانستان لپاره راټوله شوې بسپنه به د طالبانو حکومت ته ورنه کړي بلکې د نړیوالو خیریه ټولنو له لارې به یې اړو کسانو ته ورسوي.

د افغانستان د وضعیت په اړه د اوسلو غونډه په داسې حال کې جوړېږي چې اروپايي ټولنې د سې شنبې په ورځ له افغانستان سره د څه باندې ۳۰۰ میلیونه ډالرو مرستې خبر ورکړ.

اروپايي ټولنې ویلي دي چې دا پیسې به د ملګرو ملتونو د دوو اړوندو ادارو- د خوړو د نړیوال پروګرام او د روغتیا د نړیوال سازمان له لارې ولګول شي.

  • 16x9 Image

    احمد تکل

    احمد تکل (په انګرېزۍ کې Ahmad Takal) د چک جمهوریت په پلازمېنه پراګ کې د ازادې اروپا/ ازادۍ راډیو د افغانستان د څانګې خبریال دی. د افغانستان، پاکستان او سیمې په اړه راپورونه جوړوي. 

XS
SM
MD
LG