د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۳۹

د امریکا او روسیې د بهرنیو چارو د وزیرانو په خبرو کې پرمختګ نه دی شوی


د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکېن (چپ) له خپل روسي سیال سرګي لاوروف سره د لاس ورکولو پر مهال
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکېن (چپ) له خپل روسي سیال سرګي لاوروف سره د لاس ورکولو پر مهال

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکېن پرون جمعه (د سلواغې په لومړۍ نېټه) په جنیوا کې له خپل روسي سیال سرګي لاوروف سره ۹۰ دقیقې خبرې وکړې.

په داسې حال کې چې مسکو د پخواني شوروي اتحاد له جمهوریتونو سره چې اوس خپلواک هېوادونه دي، د اړیکو د څرنګوالي برخه کې له ناټو یو لړ امتیازونه غواړي، امریکا او روسیه هڅه کوي چې په اروپا کې د اوکراین پرسر د احتمالي جګړې مخه ونیسي.

بلېنکن او لاوروف دواړو له غونډې وروسته وویل، د دوی خبرې سپینې وې او د اوکراین په مساله کې د ډپلوماسۍ بریا ته یې هیله څرګنده کړه.

د سپینې ماڼۍ ویاندې جېن ساکي د پرونیو خبرو په اړه تېر ماښام خبریالانو ته وویل، واشنګټن هیله لري چې له مسکو سره به د اوکراین په ګډون د اختلافي مسایلو پر سر خبرې دوام وکړي.

د سپینې ماڼۍ ویاندې جېن ساکي
د سپینې ماڼۍ ویاندې جېن ساکي

ساکي زیاته کړه: "ډېر ګامونه شته چې موږ یې اخیستی شو او په اړه یې بحثونه هم کېږي څو د روسیې په ګډون موږ ټول، شفافیت زیات او خطرونه راکم کړو، د وسلو د کنټرول په برخه کې کار وکړو او اعتماد رامنځ ته کړو. موږ له خپلو متحدانو او شریکانو سره همغږي یو او تمه لرو چې بلېنکن او لاوروف به بیا هم سره وګوري څو دې بحثونو ته دوام ورکړي."

په جنیوا کې د امریکا او روسیې د بهرنیو چارو د وزیرانو له پرونیو خبرو وروسته سبینې ماڼۍ اعلان وکړ چې ولسمشر جو بایډن به د راتلونکې اوونۍ په پیل کې د ملي امنیت له ټیم سره وګوري او د اوکراین په اړه به خبرې ورسره وکړي.

بلېنکن له لاوروف سره تر خبرو وروسته وویل، په دې خبرو کې یې د ډېر پرمختګ تمه نه لرله، خو زیاته یې کړه، دی باور لري چې دواړه لوري اوس له یو بل سره د تفاهم له پلوه په یوه ډېر روښانه حالت کې دي.

لاوروف وویل، د وروستیو څو ورځو د جریاناتو په دوام چې په نتیجه کې یې ډپلوماسي د اختلافونو په له منځه وړلو کې پاتې راغله، اوس هیله من دی چې له دې خبرو وروسته به هیجان کم شي.

له لویدیځ او په ځانګړي ډول له متحدو ایالاتونو سره د مسکو اړیکې وروسته له هغه ترینګلي شول چې شااوخوا ۱۲۷ زره روسي پوځیان د اوکراین د سرحد په اوږدو کې ځای پرځای شول.

متحدوایالاتونو د پنجشنبې په ورځ په ډاګه ویلي چې د اوکراین د سرحد پر لور د روسيې هر راز پوځي حرکت به د اوکراین د اشغال هڅه وګڼل شي.

  • 16x9 Image

    احمد تکل

    احمد تکل (په انګرېزۍ کې Ahmad Takal) د چک جمهوریت په پلازمېنه پراګ کې د ازادې اروپا/ ازادۍ راډیو د افغانستان د څانګې خبریال دی. د افغانستان، پاکستان او سیمې په اړه راپورونه جوړوي. 

XS
SM
MD
LG