د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۰

د سره صلیب کمېټه: بشري بحران چې څومره زور اخلي زیان یې کمزورو خلکو ته ډېر اوړي


هرات کې یوه کډواله کورنۍ
هرات کې یوه کډواله کورنۍ

په افغانستان کې د سره صلیب د نړیوالې کمېټې ICRC څانګه وايي، دا خیریه ټولنه اوس له وخت سره سیالي کوي، په دې معنی چې د افغانستان په سخت ژمي کې خلکو ته د مرستو د رسولو لپاره کم وخت لري.

سره صلیب چې په ډېرو سختو شرایطو کې یې هم په افغانستان کې کار ته دوام ورکړی، پر خپل ټویټر په یو بیان کې لیکلي، د افغانستان نیمايي وګړي بشري مرستو ته اړتیا لري چې د تېر کال پرتله په سلو کې ۳۰ زیاتوالی ښيي.

د سره صلیب نړیوالې کمیته دې بیان کې لیکي چې له نورو خیریه ټولنو سره په ګډه به خپلې هڅې پیاوړې کړي، خو زیاتوي چې د مرستو سیسټم د خدماتو د رسولو د سیسټم ځای نه شي نیولای.

بیان یادونه کوي، بحران چې څومره زور اخلي، هومره یې زیان تر ټولو کمزورو او بې وسې خلکو ته رسېږي چې افغانستان هم له دې څخه مستثنی نه دی.

بل خوا د طالبانو حکومت وايي، افغانستان کې د سره صلیب د نړیوالې کمېټې مشر ایلوی فیلیون Eloi Fillion پرون له افغانانو سره د بشري مرستو په اړه د طالبانو له چارواکو سره خبرې کړي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:"د سره صلیب نړیوالې کمېټې مشر کابل ته راغلی و، له مشرانو سره یې ولیدل او په لیدنو کتنو کې هغوی ته ډاډ ورکړل شو چې د سره صلیب د همکاریو او مرستو له پروګرامونو سره که په صحي برخه کې دي که په نورو برخو کې موږ له هغوی سره ژمن یو او همکاري ورسره لرو."

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد
د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد

بل خوا د طالبانو حکومت خبر ورکوي چې په افغانستان کې د سره صلیب د نړیوالې کمېټې مشر د رییس الوزرا له مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي سره په کتنه کې ویلي چې د افغانستان په روانو حالاتو کې سره صلیب او شریکانو ته یې په کار ده چې په دې هېواد کې خپل فعالیت زیات او متمرکز کړي.

د سره صلیب نړیواله کمېټه اوس مهال د ملګروملتونو له بېلابېلو ادارو سره په ګډه له افغانستان سره د بشري مرستو چارې پرمخ بیايي.

د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق UNFPA پرون وویل چې افغانستان د نړۍ په کچه د تر ټولو سخت بشري بحران خوا ته ور روان دی.

UNFPA پرون پر ټویټر په یوه بیان کې ولیکل، مخکې له دې چې اوبه له ورخه واوړي موږ باید د خلکو د ژوند د ژغورنې لپاره هڅې چټکې کړو. دا مرستندویه ټولنه زیاتوي چې د نویو زېږېدلو ماشومانو د روغتیا او د هغوی د حقونو د خوندیتوب او همدا راز د نجونو او ښځو د امنیت او عزت د ساتنې په برخه کې د خپلې ونډې ترسره کولو ته چمتو ده.

په همدې حال کې د طالبانو حکومت له افغانستان سره د اروپايي ټولنې له خوا د ۲۶۸ میلیونه یورو نوې بشري مرستې خبر ورکوي.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي پرون پر ټویټر په یوه بیان کې ولیکل چې دا پر پخوانۍ ۲۲۰ میلیونه یورو سربېره د اروپايي ټولنې نوې مرسته ده.

ښاغلي بلخي لیکلي دي چې د دې مرستې یوه برخه د ښوونکو د معاشونو لپاره ځانګړې ده.

  • 16x9 Image

    احمد تکل

    احمد تکل (په انګرېزۍ کې Ahmad Takal) د چک جمهوریت په پلازمېنه پراګ کې د ازادې اروپا/ ازادۍ راډیو د افغانستان د څانګې خبریال دی. د افغانستان، پاکستان او سیمې په اړه راپورونه جوړوي. 

XS
SM
MD
LG