د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۸ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۳۰

امریکا: روسیه د اوکراین د اشغال لپاره د یوې پلمې په لټه کې ده


د روسیې او اوکراین ترمنځ پوله
د روسیې او اوکراین ترمنځ پوله

د سپینې ماڼۍ ویانده جېن ساکي وايي، د استخباراتي چارواکو معلومات ښيي چې روسیه پر ټولنیزو رسنیو د غلطو معلوماتو د خپرولو د کمپاین له لارې پر اوکراین د حملې لپاره د مقدماتو د جوړولو په حال کې ده.

د ورکړل شوېو استخباراتي اطلاعاتو له مخې په دې تبلیغاتي کمپاین کې داسې ښودل کېږي چې ګنې اوکراین په نژدې راتلونکي کې د دې هېواد په ختیځ کې د روس پلوو بېلتونپالو د ځواکونو پر ضد یرغل ته تیاری نیسي.

مېرمن ساکي وویل، متحدایالات له دې کبله اندېښنه لري چې د روسیې حکومت پر اوکراین د داسې یوه یرغل لپاره چمتووالی نیسي چې نتیجه به یې له بشري حقونو پراخې سرغړونې او بشري جنایتونه وي.

د سپینې ماڼۍ ویانده جېن ساکي
د سپینې ماڼۍ ویانده جېن ساکي

د پنټاګون ویاند جان کربي پرون ماښام خبریالانو ته وویل چې دا استخباراتي معلومات ډېر دقیق او موثق دي: "د جزییاتو له وړاندې کولو پرته موږ دقیق معلومات لرو چې ښيي روسیه لا له مخکې د اوکراین د احتمالي اشغال لپاره د یوې پلمې پر جوړولو عملاً کار کوي. زموږ معلومات ښيي چې دوی د خپلو فعالانو یوه ډله هلته ځای پرځای کړې، څو هغه کار پیل کړي چې موږ یې د جعلي بیرغ عملیات بولو. د دې عملیاتو په وسیله دوی غواړي وښيي چې ګڼې د دوی پر خپلو کسانو یعنې هغو اوکراینیانو چې په روسي ژبه خبرې کوي، برید شوی، چې دا هسې پلمه ده."

دا استخباراتي معلومات چې له علني کېدو مخکې د امریکا له متحدانو سره هم شریک شوي دي، اټکل کوي چې پر اوکراین پوځي یرغل ښايي د جنوري له نیمايي څخه د فبروري تر نیمايي پورې وشي.

اوکراین هم ویلي دي چې د روسیې له خوا پر دې ناسمو تبلیغاتو څارنه کوي.

د پنټاګون ویاند جان کربي وویل، استخباراتي معلومات ډېر دقیق او موثق دي
د پنټاګون ویاند جان کربي وویل، استخباراتي معلومات ډېر دقیق او موثق دي

د اوکراین رسنیو پرون راپور ورکړ چې چارواکي داسې انګېري چې د روسیې خاص استخباراتي خدمات د داسې یوې توطئې پر پلان کار کوي چې هدف یې د یو بل کړکېچ د رامنځته کولو لپاره د جعلي بیرغ د عملیاتو پرمخ بیول دي.

د امریکا استخبارات خپل معلومات داسې مهال علني کوي چې متحدو ایالاتونو او لویدیځو متحدانو یې له روسیې سره په اروپا کې د خبرو لړۍ ترسره کړه. په دې خبرو کې هدف دا و چې د اوکراین په سرحد کې د روسیې د پیاوړي پوځي حضور له امله د کړکېچ مخه ونیول شي، خو په دې خبرو کې لږ پرمختګ وشو.

روسیې په دې وروستیو کې د اوکراین په سرحد کې شااوخوا سل زره سرتېري ځای پرځای کړي دي.

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار جېک سولیوان د پنجشنبې په ورځ ویلي و، د امریکا د استخباراتي ادارو ارزونه داسې نه ده چې روسیې به قطعاً د اوکراین پرضد د پوځي اقدام پرېکړه کړې وي.

  • 16x9 Image

    احمد تکل

    احمد تکل (په انګرېزۍ کې Ahmad Takal) د چک جمهوریت په پلازمېنه پراګ کې د ازادې اروپا/ ازادۍ راډیو د افغانستان د څانګې خبریال دی. د افغانستان، پاکستان او سیمې په اړه راپورونه جوړوي. 

XS
SM
MD
LG