د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۵۳

پاکستان: په ډیورند کرښه د پېښو جنجالونو د حل په اړه له طالبانو سره خبرې روانې دي


د ډیورند کرښه
د ډیورند کرښه

پر ډیورند کرښه د طالبانو د حکومت او پاکستاني لوري ترمنځ د کشمکشونو په دوام اسلام‌اباد وايي، د دې ستونزې د حل په اړه له طالبانو سره خبرې روانې دي.

د پاکستان د صدراعظم د ملي امنیت سلاکار معید یوسف چې تمه ده لنډ راتلونکي کې کابل ته راشي، د دې بحثونو د دوام خبر ورکوي.

ښاغلي یوسف له جیو نیوز سره مرکه کې ویلي، پر ډیورند کرښه د اغزن تار غځول د دې کرښې د رسمیت پېژندنې موضوع سره هېڅ اړیکه نه ‌لري، ځکه د ده په خبره دا یو پېژندل شوی نړیوال سرحد دی.

نوموړی وایي: "خبرې روانې دي. وګورئ، پوله هغوی یا هم موږ نه پېژنو، بلکې بین‌المللي پولې ټوله نړۍ کې په رسمیت پېژندل شوي. هره نړیواله قاعده تاسې وګورئ، هر چېرې ولاړ شئ پوښتنه وکړئ، په دې اړه هېڅ وخت بحث نه دی شوی. خو په سیاسي لحاظ هېڅ افغان حکومت دا په رسمیت نه ده پېژندلې. د هغوی سیاسي مسایل شته، موږ ته هم معلومه ده."

د پاکستان د ملي امنیت سلاکار معید یوسف
د پاکستان د ملي امنیت سلاکار معید یوسف

د ډیورند کرښې په اړه د افغانانو ترمنځ په ټولنیزه او سیاسي کچه هم پراخ حساسیت شته.


افغانان دا کرښه پر دوی یو تپل شوې سناریو بولي او وايي، دې پرېکړې یو ملت په دوو برخو وېشلی دی، خو ځینې نور بیا وايي، اوسنی زمان پر دې موضوع د بحث لپاره اړین نه دی.

خو د پاکستاني صدراعظم د ملي امنیت سلاکار پر ډیورند کرښه د اغزن تار غځولو لامل د هغو ګواښونو د مخنیوي هڅه بولي چې په خبره یې، دواړه خواوې ترې اندېښمنې دي.

د طالبانو په دویم ځل واکمنېدو سره سم، طالب عسکرو په ننګرهار، کندهار او هلمند کې پر ډیورند کرښه د پاکستان له‌خوا د اغزن تار د غځولو مخنیوی کړی او له ځینو سیمو یې بېرته ټول کړی هم دی.

داسې ادعا ګانې هم موجودې دي چې ګوندي دا تار د افغانستان په خاوره کې دننه غځول شوی ځکه یې مخنیوی شوی دی.

خو تر دې وروسته، دواړو خواوو د خبرو له لارې د دې ستونزو په حل ټینګار کړی.

وروستیو کې د پاکستان د کورنیو او بهرنیو چارو وزیرانو هم ویلي، پر ډیورند کرښه یې د اغزن تار غځولو کار ۹۰ سلنه بشپړ کړی او پاتې به یې هم حتماً پای ته رسوي.

خو د پاکستاني صدراعظم د ملي امنیت سلاکار د وروستیو څرګندونو په اړه د ازادي راډیو پوښتنو ته د طالبانو ویاند او مرستیالانو یې ځواب ور نه کړ، مګر وړاندې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي په خپله ټویټرپاڼه له ډیپلوماټیکو لارو د دې ستونزې په حل ټینګار کړی.

هاخوا د سیاسي مسایلو پوه شفیق همدرد وايي، د ډیورند کرښې په اړه پرېکړه د حکومتونو نه، بلکې د ملتونو واک دی او دا فیصله باید یوه مناسب وخت ته پرېښودل شي.

همدرد وایي:" دا یوازې د معید یوسف نظر نه دی، بلکې د تاریخ په اوږدو کې پاکستاني چارواکو دا خبره کړې ده چې دا یوه رسمي پوله ده، مګر دوی د پردې تر شا کوښښ کوي چې د افغانستان په حکمرانانو باندې دا فرضي کرښه د یوې پولې په توګه ومني."

شفیق همدرد
شفیق همدرد

د ښاغلي همدرد په خبره، پاکستان تېرو ۴۵ کلونو په دې نه دی بریالی شوی چې د افغانستان کوم حکومت په دې قانع کړي چې ډیورند کرښه د یوه رسمي سرحد په توګه ومني.

معید یوسف په خپله مرکه کې د دې پوښتنې په ځواب چې د پاکستان د ملي امنیت د نوې جوړې شوې تګلارې له مخې به، د طالبانو حکومت په کوم حالت کې په رسمیت وپېژندل شي وویل، هېواد یې مالي او اقتصادي خپلواکې نه لري او دې کار یې بهرنی سیاست اغېزمن کړی، ځکه د ده په خبره، هغه ډول چې دوی غواړي خپل معاملات مخ ته یوسي، نه یې شي کولای.

د مخکېني جمهوري نظام لوړ پوړو چارواکو پاکستان له طالبانو په ملاتړ تورن ‌اوه او له دواړو لوریو یې غوښتي و چې له یوه او بله سره د خپلو اړیکو په اړه وضاحت ورکړي.

خو طالبانو په ځلونو ویلي، پاکستان سره داسې اړیکې نه لري چې پر دوی مستقیماً اغېز ولري، خو ځینو پخوانیو پاکستاني چارواکو له دوی یې پوځي او استخباراتي هغو داسې څرګندونې کړې چې ښيي طالبان د پاکستان تر کنټرول لاندې دي.

XS
SM
MD
LG