د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۱۳

د کونړ ځینې شلتن مېشتي: له سیند او چینو اوبه راوړو، هغه هم صحي نه وي


ارشیف، دوه تنه افغان ماشومان د اوبو وړلو پر مهال
ارشیف، دوه تنه افغان ماشومان د اوبو وړلو پر مهال

د کونړ شلتن ولسوالۍ اوسیدونکي په خپله سيمه کې د څښلو پاکو اوبو له نشتوالي شکایت کوي.

دوی وايي، ښځې او ماشومان يې له سیند او چینو څخه په ساعتونو مزلونو وروسته اوبه راوړي چې هغه هم صحي نه وي.

دوی زیاتوي، تېرو شلو کالو کې ورته هېڅ پام نه دی شوی، نو ځکه يې د څښلو پاکو اوبو په ګډون ټولې ستونزې ناحل پاتې دي.

د دې ولسوالۍ یو تن اوسېدونکی ۱۲ کلن محمد اسماعیل وايي: "دلته هره ورځ د ښځو او ماشومانو اوږده کتارونه جوړ وي، چا منګي پرسر ايښې وي او چا هم دیګچي او یا يې په لاسي کراچیو کې ټاپکې او بوشکې اچولې وې، خوړونو او یا هم سیند ته اوبو پسې روان وي. ما هم له هغه خوړ څخه اوبه راوړې چې په سوونه متره له موږ څخه لېرې دی."

دی زیاتوي، کله چې له ښوونځي راشي، بیا اوبو پسې ځي چې په وینا یې له درس او نور کار څخه هم پاتې وي.

په شلتن کې یوازې ماشومان او ښځې د څښلو پاکو اوبو راوړلو نه دي ستړي کړي بلکې لویان هم له دغو مشکلاتو سرټکوي.

قومي مشر حاجي احمد جان وايي: "موږ دلته د اوبو په برخه کې زیاتې ستونزو لرو. بره ناونو کې چېنې شته چې هغه هم له موږ شپږ یا ۷۰۰ متره لېرې دي، کله چې باد باران او یا ګرمي وې بیا موږ او ماشومان له سیند اوبه راوړو، هغه اوبه هم له خټو او شګو ډکې وي، خو موږ اړ یو چې همدا چټلې اوبه وڅښو."

په شلتن کې یوازې ماشومان او ښځې د څښلو پاکو اوبو راوړلو نه دي ستړي کړي بلکې لویان هم له دغو مشکلاتو سرټکوي.
په شلتن کې یوازې ماشومان او ښځې د څښلو پاکو اوبو راوړلو نه دي ستړي کړي بلکې لویان هم له دغو مشکلاتو سرټکوي.

د شلتن اوسیدونکي زیاتوي چې د یادو اوبو څښلو له امله يې تل ماشومان او لویانو د خېټې پر ناروغیو اخته وي.

د دوی په خبره چې ډاکټرانو هم ورته ویلي چې باید د سیند او خوړ اوبه ونه کاروي.

حبییب رسول وايي: "ډېری ډاکټران راته وايي چې دا اوبه ناپاکه دي او روغتیا ته زیان رسوي، خو موږ مجبور یو چې ويي څښو. ماشومان مو له ښوونځي او درسه پاتې وي. طالبان دې موږ ته د پایپ سکیم یا د لمرېزې برېښنا په وسېله د پاکو اوبو غم وخوري."

په کونړ کې طالب چارواکي هم مني چې تېرو وختونو کې شلتن له پامه غورځول شوی چې د څښلو پاکو اوبو په ګډون د ژوند له نورو ګڼو اسانتیاوو بې برخې پاتې شوي.

دوی هم له مرستندویه ادارو غواړي چې د شلتن ولسوالیو د ستونزو هواري کې دې ورسره همکاري وکړي.

په کونړ کې اطلاعاتو او کلتور ریاست لپاره سرپرست رئیس مولوي نجیب الله حنیف ازادي راډیو ته وویل: "د شلتن ولسوالۍ د ولسونو دغه غږ موږ خپلو مسولینو ته هم رسول غواړو، کومې خیریه ټولنې او موسسې چې په دې برخه کې کار کوي له هغو هم غواړو چې د شلتن خلکو ته د څښلو پاکو اوبو د ستونزې هوارې کې کومک وکړي."

شلتن د کونړ مرکز اسعداباد ختیځ ته د ډیورند کرښې ته څېرمه پرته ولسوالي ده، د کرښې بلې غاړې ته د باجوړ قبایلې سېمه موقعیت لرې او دواړو خواوو ته ماموند قوم اوسېږي.

د شلتن ولسوالۍ اوسیدونکي په داسې حال کې د څښلو پاکو اوبو له نشتوالي شکایت کوي چې د کونړ په نورو سېمو کې هم خلک د ورته ستونزو سره مخ دي او لا هم د څښلو لپاره د سیند، ویالو او خوړونو له اوبو ګټه اخلي.

XS
SM
MD
LG